د ایران اسلامي جمهوریت بالاخره د غچ اخیستنې پر ماشې ګوته ټینګه کړه او د اسرائیلو پر لور یې تر درې سووو زیاتې بې پيلوټه الوتکې او توغندي وروشړل. شنونکو د ایران له لوري پرغچ اخیستونکي برید شک درلود، خو دا خبره د ډېرو لپاره د اټکل وړ نه وه چې د ټیټ لګښتو انتخابونو پرځای لوړ لګښته انتخاب وکاروي. که څه هم دا برید ظاهراً دروند ښکارېده، خو د رسنیو د راپورونو له مخې پکې درنه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، ځکه توغندي او بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو او د هغو د متحدینو د دفاعي سیستم لخوا په بشپړ ډول نه، خو تر ډېره شنډې شوې دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ومنله چې د اسرائیلو پر پوځي تاسیساتو د ایران بریدونه بې مخینې دي، خو په عین حال کې یې تایید کړه چې هېواد یې له تل ابیب سره د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په شنډولو کې مرسته کړې ده.
د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید او د دغه هېواد د غچ اخیستونکي غبرګون په اړه دوه پوښتنې مطرح کیږي:
۱- څه وشول چې تهران ډېر لګښتی غوراوی وازمویه؟
تر دې مخکې چې دې پوښتنې ته ځواب ووایو، باید دوو مهمو ټکو ته اشاره وکړو:
یو: د ایران اسلامي جمهوریت نه غوښتل او نه غواړي چې د غزې پر کړکېچ برغولی کېښودل شي، ځکه چې د غزې جګړه د بنیامین نتانیاهو د حکومت د کمزورتیا پر ټکي بدله شوې ده. اسراییل له خپلو ګاونډیانو سره ډېرې جګړې تجربه کړې، ډېرې سیمې یې لاندې کړې او سیال لوري ته یې درانه زیانونه اړولي، خو هېڅ وخت دومره تر فشار لاندې نه دي راغلی لکه په تېرو څو میاشتو کې چې راغلي. ان امریکا د اسرایلو د ستراتیژیک متحد په توګه پرې ډېره په غوسه ده، ان تر دې چې د ملاتړ کچه یې ترې کمه کړې ده. په لوېدیځه نړۍ کې عامه افکار هم د اسراییلو خلاف دي. د بېلګې په توګه په تېرو وختونو کې د امريکا د ټاکنو نوماندانو هڅه کوله چې د اسراييلو د ملاتړ په نوم میدان وګټي، خو اوس هڅه کوي چې د فلسطين د ملاتړ د بيرغ په پورته کولو سره رايې خپلې کړي. لامل یې هم څرګند دی: د اسرائیلي پوځ د ځمکنیو او هوايي بریدونو له امله په غزه کې د څه باندې ۳۳ زره ملکي وګړو وژل کېدل. نو په اوسنیو حالاتو کې د اسرائیلو پر وړاندې د ایران د ګواښ زیاتېدل د نتانیاهو د حکومت په ګټه دي، ځکه لوېديځ دولتونه یې ترڅنګ ولاړ دي او د غزې کړکېچ ښايي هير شي. دا چې تهران پر دې ملاحظې سترګې پټې کړي او د اسراییلو خاوره یې په نښه کړې ښايي دې درک ته رسیدلی وي چې د غزې په جګړه کې معادله نه بدلېږي.
دویم: اسرائیل که څه هم د نفوس او جغرافیې له پلوه کوچنی دی، خو په سیمه کې له پوځي اړخه لوړ مقام لري. عرب دولتونو په ډله ییزه توګه له دغه هیواد سره څو ځلي جګړې وکړې، خو ویې بایللې په پای کې یې د هغه له رسمیت پېژندنې پرته بله چاره نه لرله. اسراییل له دولتونو سره په جګړه کې تل ګټونکی و، ځکه چې د پام وړ نظامي ځواک لري او د لویدیځو دولتونو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو له کلک ملاتړه برخمن دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې تجربې ښودلې چې که يې پر خاوره یو توغندی وتوغول شي په زرګونو توغندیو یې ځواب ورکوي. په دې مانا چې د مشروع دفاع د مفهوم تفسیر پراخوي او تر اوسه یې هېڅوک د مخنیوي توان نه لري. موږ د حماس د برید په غبرګون کې د د دې کار یوه نوې بیلګه ګورو. دا هم د پاملرنې وړ ده چې د امنیت شورا هیڅ پریکړه لیک نه مني. ايران ښايي د قرباني په پلمه پورتنۍ خبرې له پامه غورځولي وي او ښايي د اسراییل د جدي غبرګون پر نه ښودلو هم له وړاندې خبر و.
تر ټولو مهم عامل چې د اسرایلو پر خاوره یې په برید کې د ایران د اسلامي جمهوریت ګړندی کړی دی، د یوه «مخنیوي» ځواک د رامنځته کولو هڅې دي. په دې مانا چې تل ابیب باید په خپل ځای پاتې شي او په سیمه او په ځانګړې توګه سوریه کې بیا د تهران ګټې په نښه نه کړي. دا چې ویل کیږي اسلامي جمهوریت دا خطر د خپلو پلویانو په پار منلی، کره خبره نه ده. ایران ګومان کړی چې که له نورو لارو چارو کار واخلي، نو هغه ډول مخنیوی به رامنځته نشي چې تمه یې لري. البته دا لا څرګنده نه ده چې د تېرې شپې برید به د مخنیوي د رامنځته کېدو وړتیا ولري او کنه. د وخت تېرېدل به یې ښه ځواب ووایي.
هغه څه چې پر اسراییلو یې د ایران د برید لپاره ځمکه کولبه کړې د ډیپلوماسۍ ماشین دی. تر هغه وخته چې ایران غبرګون نه و ښودلی، د ډیپلوماسۍ څرخ د تاوېدو په حال کې و. عمان چې ایران ته د امریکا او امریکا ته د ایران د پیغام رسوونکی حیثیت درلود، دا ځل هم د دواړو لورو ترمنځ د تګ راتګ په حال کې و. د لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې د اسرائیلو ملاتړ کوي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره اړیکه نیولې او له ایرانه یې د زغم غوښتنه کړې ده. د بېلګې په توګه، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک له امیر عبداللهیان سره تر ۹۰ دقیقو زیاتې ټیلیفوني خبرې کړې دي. ان امریکايي لوري له ترکیې، سعودي او چینايي اړخونو غوښتي وو چې ایراني لوري ته د زغم د ساتلو بلنه ورکړي. د ایران د برید په اړه د لوېدیځو رسنیو شېبه په شېبه راپورونه هم د پام وړ وو. ان جو بایډن ادعا وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت به ډیر ژر برید وکړي، چې خبره یې ریښتیا شوه. اسراییل چې پر خاوره یې برید ورته سره کرښه وه، په شعوري توګه د مشروع دفاع لپاره انتظار کاوه؛ هغه څه چې په بشپړه توګه د پخوانۍ کړنلارې خلاف دي. تر دې دمه چې دا لیکنه کیږي د اسراییلو د غبرګون کومه نښه نه ده لیدل شوې. د ایران دریځ هم د پوښتنې وړ دی. د برید رسنیز کول او ان د هغه وخت او نوعیت اعلانول، تر دې مخکې چې پایلې یې ترلاسه شي، د پوښتنې وړ بریښي.
پورتنیو مسایلو ته په کتو سره، د ډیپلوماسۍ رول په ذهن کې ډیر مجسم کیږي. دا په دې مانا ده چې لوېدیځ حکومتونه په ځانګړې توګه امریکا ممکن د ایران محدود او کم زیانه ځواب ته شین څراغ ښودلی وي. په داسې حال کې چې په تېرو وختونو کې د اسرائیل پر خاوره برید د دوی لپاره «نادودی» کار و او ډېر ژر د تل ابیب د دفاع لپاره صحنې راوتل او پر سیال یې بریالي کاوه. ایراني لوري هم منلې چې دا برید په محدود ډول او د تنبیه په نیت شوی دی. له بريد وروسته د لويديځو دولتونوغبرګون ډېر جدي نه و او ان امريکا اسرائيلي لوري ته د غچ اخيستلو په تړاو خبرداری ورکړ. هغه څه چې ښايي د ایراني لوري تر غوږونو لا دمخه رسول شوي وي.
۲- اسراییلو ته د ایران ځواب؛ د بحران پیل یا پای؟
که موږ د اسراییلو تېرچلند معیار وګرځوو، نو باید ځوابي برید وکړي، ان تر هغه ګوزاره هم په درانه ګواز سره چې پرې شوی. خو که چېرې چوپتیا خپله کړي، دا کار به له څو عواملو اغېزمن وي.
لومړی، اسراییل په سوریه کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ برید وکړ او یو شمېر ایراني سلاکاران یې ووژل چې د نړۍوال دود له مخې کونسلګري د یوه هېواد د خاورې حیثیت لري.
دویم، د اسرائیلو پر خاوره د ایران برید که څه هم ظاهراً دروند ښکارېده، خو د راپورونو له مخې د تلفاتو او زیانونو اندازه یې کمه وه. ښایي دا به د دې لامل شي چې تل ابیب د ځوابي برید په تړاو فکر ونه کړي، چې بیا هم د هغه د تېرو کړنو خلاف دی.
درېیم، د نتانیاهو حکومت تر ستوني د غزې په کړکېچ کې ډوب دی او نه غواړي چې د ځان پر وړاندې یوه نوې او فعاله جبهه پرانیزي. د بېلګې په توګه،که اسراییل د ایران خاوره په نښه کړي، د برید د احتمالي زیانونو د کچې دا پرېکنده تضمین نشته چې د بشپړې کچې جګړې لامل نه شي. په دې صورت کې اسرائيلی اړخ هم زیان کوي.
څلورم – په اوسنيو حالاتو کې ايران له هر هېواد او په تېره بيا له اسراييلو سره له مخامخ جګړې ډډه کوي. دا چې پر اسرائیلي خاوره د ډیپلوماسۍ د درنو ټرافیکو له تېرېدو وروسته برید شوی دی، له پورته یادو شویو عواملو اغېزمن دی. له همدې امله هڅه کوي چې په همدې ځای کې پر شخړې برغولی کېږدي.
پنځم – د امریکا متحده ایالتونه د اسراییلو د تر ټولو جدي ملاتړي په توګه د کړکیچ د پای ته رسیدو غوښتونکي دي، ځکه په عین وخت کې په منځني ختیځ او ختیځې اروپا کې جګړه نشي کولای. امریکايي لوري په ځلونو څرګنده کړې چې له ایران سره مخامخ جګړه نه کوي. دغه راز یې اسرائیلي لوري ته هم خبرداری ورکړی چې له مخکینۍ همغږۍ پرته د ایران پر خاوره برید ونه کړي. په دې مانا چې که برید وشي، باید محدود او همغږي وي څو د جګړې لمن پراخه نه شي.
واقعیت دا دی چې د بایډن د ادارې لپاره، په اوکراین کې د جګړې ګټل د اسراییلو په ملاتړ یو ځل بیا د منځني ختیځ په ډنډ کې د ځان اچولو په پرتله خورا مهم دي. بایډن هم د روسیې او چین د مخنیوي په نیت افغانستان طالبانو ته وسپاره. په دې ورځو کې اوکراین په یوه ناخوښ حالت کې دی، چې دا حالت په منځنیي ختیځ کې د اسرایلو په ملاتړ د ایران د بوختیا له امله دی. اروپایان هم په یوه کړکیچ کې اېسار دي او وېره لري چې امریکا به د اوکراین له جګړې ووځي او د جګړې د پرمخ بیولو مسوولیت به یوازې د دوی پر اوږو وي. له همدې امله د لوېدیځو دولتونو لپاره دا ستونزمنه ده چې په یو وخت کې دوې جګړې مخته یوسي او له دواړو بریالي راووځي، له همدې امله په منځني ختیځ کې د اوسني کړکیچ له لمنځه وړلو پرته بله چاره نه لري، که ونه کړای شي چې له منځه یې یوسي نو د لا پراخېدو مخه به یې نیسي ان که د اسراییلو د خپګان په بیه هم وي.