۸صبح، کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد په هڅو او منځګړیتوب یو اتریشی وګړی د طالبانو له زندانه ازاد شوی او دوحې ته رسېدلی دی.
د قطر د بهرینو چارو وزارت یکشنبه د کب پر ۶مه د دغه وزارت د مرستیال محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخیلفي په حواله لیکلي چې نوموړي د دغه اتریشي وګړي د ازادولو په برخه کې د طالبانو له همکارۍ مننه کړې ده.
هغه زیاته کړې چې قطر د اتریش له جمهوریت سره ښې دوه اړخیزې اړیکې لري او د دغه کس له ازادېدو خوشحاله دی.
نوموړي ویلي چې قطر به په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د رغنده خبرو او سولهییزو لارو چارو له لارې د شخړو د هواري لپاره د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.
د دغه اتریشي وګړي پېژندګلوي او د بندي کېدو لامل په ډاګه شوی نه دی.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اتریش پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه کې یو ۲۷ کلن افغان د درېیو ښځو د وژنې په تور نیولی دی.