د بادغیس ولایت په یوه جومات کې چاودنه

۸صبح، بادغیس: په بادغیس ولایت کې ځایي سرچینې په دې ولایت کې د چاودنې د اورېدو خبر ورکوي.

سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویل يچې نن ماښام (یکشنبې د لړم ۱۵مه) ناپېژانده وسله والو د دغه ولایت د سرخک سیمې په یوه جومات کې لاسي بم غورځولی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د ماښام د لمانځه مهال شوې او د چاودنې له ځایه د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، طالبانو یو کس په دغه پېښه کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

تراوسه د دې پېښې احتمالي تلفات نه دي روښانه شوي او په بادغیس کې د طالبانو مسوولینو هم څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button