ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې په استانبول ښار کې د یوې چاودنې له امله لږترلږه ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
دغه پېښه یکشنبه ناوخته د نومبر پر ۱۳ د استانبول ښار له ګڼې ګوڼې ډک استقلال سړک باندې شوې ده.
دغه واټ د سیلانیانو او ځایي خلکو لپاره یوه ډېر له ګڼې ګوڼې ډک سړک دی، چې پرغاړه یې هټۍ او رسټورانتونه دي.
د استانبول والي علي یرلیکایا یوه ټویټ کې اعلان کړی، چې دې پېښې مرګژوبله اړولې ده، خو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
ترکي چارواکو تر اوسه په دې تړاو رسمي بیانیه نه ده وړاندې کړې او د دغې چاودنې ډول هم نه دی روښانه شوی. ویل شوي، چې د قربانیانو د زیاتېدو احتمال شته دی.
له دې پېښې خپرې شوې ویډیوګانې په سیمه کې امبولانسونه، د اوروژنې موټر او پولیس ښيي.