۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دغه الوتکه د یکشنبې ورځ، سلواغې په لومړۍ نېټه سهار مهال د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ اړوند د تپخانې په غره کې غورځېدلې ده.
طالبانو هم د دې الوتکې د غورځېدو پخلی کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه مسافر وړونکې الوتکه په يوه هندي شرکت پورې اړه لري.
په همدې حال کې د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیحالله امیري ویلي چې دغه مسافر وړونکې الوتکه د «تخنیکي ستونزو» له امله لوېدلې ده.
د هغه په وينا، د پېښې د څېړلو په موخه يې سيمې ته يو پلاوی لېږلی دی.
تر اوسه د دې الوتکې د غورځېدو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





