۸صبح، نیمروز: د نيمروز طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولايت کې د یو پانګهوال په مالي مرسته د یو ښوونځي د جوړېدو کار بشپړ او ګټېاخيستنې ته سپارل شوی دی.
د طالبانو د پوهنې ریاست دوشنبه د تلې پر ۲مه په نیمروز کې خبر ورکړی چې د «نورزاد» لومړني ښوونځي پر ودانۍ درې میلیونه او ۸۰۰ زره لګښت راغلی دی.
د معلوماتو پر بنسټ، دا ښوونځی د ۵۰۰ زدهکوونکو ظرفیت لري.
په نیمروز کې طالبانو له پانګوالو څخه د پوهنې په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې پانګوالو او خلکو په شخصي لګښت ښوونځي جوړ کړي وو.
څو ورځې مخکې د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د دغه ولایت د یو اوسېدونکي په شخصي لګښت ښوونځی جوړ شوی و.





