۸صبح، پروان: په پروان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ناچاوده ماین چاودنې دوه کسان وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.
دا چاودنه شنبه د چنګاښ پر ۳۰مه د چاریکار ښار اړوند د زړو اوسپنو په یو سرای کې شوې ده.
په پروان کې د طالبانو د والي ویاند حکمتالله شمیم ویلي چې د پېښې ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړي د ټپيانو روغتیايي حالت په اړه څه ونه ویل.
له دې وړاندې هم ناچادوه توکو خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.
څو ورځې وړاندې په روزګان کې د ناچاوده هاوان مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم مړ شوی و.
څو میاشتې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) «د ماین پاکۍ په برخه کې د ماینونو په اړه د پوهاوي او مرستې نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي و چې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښي.
یوناما ویلي چې په هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو څخه پاتې ناچاودو ماینونو د چاودنې له کبله نږدې ۴۵ زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.





