۸صبح، کابل: د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پروان لویو دروازو او د ښار مهمو برخو کې یې امنیتي کامرې لګولې دي.
نوموړي وزارت چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۰مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا کامرې د دغه وزارت د تامیناتي چارو معینیت په سپارښتنه او د مخابرې او تکنالوژۍ لوی ریاست په هڅو لګول شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، دا لومړی وار دی چې د پروان لویو دروازو او د ښار مهمو برخو کې امنیتي کامرې لګول کېږي.
د یاد وزارت په وینا، دا کامرې د امنیې قوماندانۍ له مرکزي څار خونې سره نښلول شوې دي.
پروان د هغو ولایتونو له ډلې دی چې د ازادۍ جبهه او د افغانستان مقاومت جبهې په نوم ټلوالې پکې پراخ فعالیت لري.
په وروستۍ پېښه کې، د افغانستان ملي مقاومت جبهې د چنګاښ پر لومړۍ د پروان سیدخیل ولسوالۍ اړوند په باغ عبدالله جان سیمه کې د یو طالب د وژنې او درېیو نورو د ټپي کولو ادعا کړې وه.





