۸صبح، غزني: په غزني کې سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د طالبانو په یوه زندان کې د یوه زنداني زندۍ شوی جسد موندل شوی دی.
سرچینې تایید کړې چې چهارشنبه د وري پر لومړۍ د دغه ولایت په مالستان ولسوالۍ کې د طالبان په زندان کې په غلا د یو تورن زنداني زندۍ شوې مړی موندل شوی دی.
تر اوسه د دغه کس هویت څرګند نه دی.
تر دې دمه په غزني کې طالبانو هم څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره دوشنبه د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې هم یو ځوان ځان زندۍ کړی و.