• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

جومات نیمګړی او هدیره تړلې؛ د طالبانو مذهبي تبعیض او ظلم روان دی

امین کاوه امین کاوه
۲ مرغومی/جدی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766470302]
Exclusive

Exclusive

د کابل د دارالامان په افشار سیمه کې مېشت اوسېدونکي د طالبانو د عدلیې وزیر له تبعیضي چلنده شکایت کوي او وایي، نوموړي د هغوی د څه باندې سل کلن جومات د بشپړېدو مخه نیولې او همداراز یې  د دوی د څه باندې ۲۰۰ کالو پخوانۍ هدیره کې د  مړو د ښخولو اجازه نه ده ورکړې. د دوی په وینا، دغه اقدامات د پخواني حکومت له قانوني اسنادو او د طالبانو له ورکړل شویو جوازونو سره په ښکاره ټکر کې دي، په داسې حال کې چې د جومات نیمه ځمکه لا مخکې د سړک د پراختیا په بهیر کې ویجاړه شوې ده. له دې سره هممهاله، د سیمې یو شمېر مخور د اعتراضونو په تړاو نیول شوي او د ځمکې د بېرته ترلاسه کولو او د جومات د بشپړېدو لپاره قانوني هڅو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې. تر دې وړاندې د پخواني حکومت ځمکو ریاست دغه ځمکه په وړیا ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته سپارلې وه او د انتقال رسمي پروتوکول هم تنظیم شوی و، خو اوس د ځمکې د ملکیت او کارونې پر سر د خلکو او د طالبانو د چارواکو ترمنځ لانجه روانه ده.

د کابل د دارالامان د افشارو سیمې یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له تبعیضي چلنده شکایت لري او وایي، هغه د پخواني حکومت د اسنادو او د طالبانو د رسمي جوازونو پر خلاف، له شیعه وګړو سره دښمنانه چلند کوي او په دارالامان سیمه کې د جومات د جوړولو او د هغوی د مړو د ښخولو اجازه نه ورکوي. د دوی په وینا، نوموړی ادعا کوي چې دا ځمکه دولتي ده او د خلکو له خوا غصب شوې ده.

د دارالامان دغه اوسېدونکي وایي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې هغه جومات چې دوی د پخواني حکومت او د طالبانو د ورکړل شویو قانوني اسنادو پر بنسټ په دوو پوړونو او یوې ځمکتله کې جوړ کړی و، نیمګړی پاتې دی او د طالبانو د عدلیې وزیر یې د بشپړېدو مخه نیولې ده. د دوی په وینا، د دارالامان له سړکه تر «امید سبز» ښارګوټي پورې د سړک د پراختیا پر مهال د دې جومات نیمه ځمکه ویجاړه شوه، خو پاتې برخه یې بیا د طالبانو د ښاروالۍ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په رسمي اجازه د جومات د بیا رغونې لپاره کارول شوې ده.

د افشار د دارالامان اوسېدونکي وایي، د دارالامان تر «امید سبز» ښارګوټي پورې د سړک د پلان د پلي کېدو پر مهال، د طالبانو د عدلیې وزیر د اصلي مسودې د طرحې خلاف، د دغه وزارت د شمالي څنډې د سمنټي دېوالونو د نړولو مخه ونیوله. د دوی په وینا، همدې اقدام د سړک مسیر د افشار کلي پر لور واړاوه، چې له امله یې د خلکو کورونه، د جومات یوه برخه—چې اوس پرې لانجه روانه ده—او نورې ودانۍ ویجاړې شوې.

د سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، له «۸صبح» ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «دا جومات له سلو کلونو ډېر عمر لري او په حج او اوقافو وزارت کې ثبت دی. خلکو ټول قانوني اسناد وړاندې کړل، خو د طالبانو د عدلیې وزیر ورته هېڅ پاملرنه ونه کړه او بې له کوم قانوني او شرعي دلیله  د جومات چارې درېدلي پاتې دي. ان په یوه مورد کې نوموړي ویلي، چې کله په دې جومات کې اذان کېږي، د هغه د وینې فشار لوړېږي، چې دا د خلکو پر وړاندې د ښکاره تعصب  ښکارندويي کوي.»

دغه سرچینه زیاتوي: «په وروستي مورد کې د افشار هدیره چې د عدلیې وزارت شاته موقعیت لري، د حج او اوقافو په اسنادو کې ثبت ده، قانوني اسناد لري، له ۲۰۰ کلونو ډېر قدمت لري او زرګونه مړي پکې ښخ دي، د خلکو پر مخ وتړل شوه. د خلکو پرله‌پسې هڅې او د قانوني اسنادو وړاندې کول هېڅ پایله ونه لرله، ځکه د طالبانو د عدلیې وزیر دا ځمکه غصب شوې وبلله او شرط یې کېښود، چې که د سید حسین انوري قبر ونړول شي، نو د هدیرې موضوع به حل کړي. خلکو دا شرط ونه مانه او ویې ویل، چې دا موضوع ورسره هېڅ تړاو نه لري.»

د سیمې دغه اوسېدونکی وایي، څه موده وړاندې په دې سیمه کې یوه ښځه مړه شوه او جنازه یې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه، خو د طالبانو د عدلیې وزیر په امر جنازه بېرته له قبره راوایستل شوه. د هغه په وینا، د عدلیې وزیر د سیمې مشران او د مړې کورنۍ احضار کړې وه او وروسته یې ځواکونه سیمې ته واستول، د سیمې مخور یې سپک کړل او هغوی ته یې ګواښ وکړ، چې که جنازه ونه لېږدول شي، له لا سخت چلند سره به مخ شي.

دغه سرچینه زیاتوي، په پیل کې د سیمې پنځه مخور په عدلیې وزارت کې ساتل شوي وو او بله ورځ ۲۰ نور کسان د طالبانو د حوزې د رسمي احضار له مخې عدلیې وزارت ته ولېږدول شول او هلته توقیف شول، چې تر اوسه د طالبانو په بند کې دي.

له بلې خوا، سرچینې وایي، د اهل تشیع او سنيانو یو شمېر مخور د خلکو د ستونزې د حل او په عمومي هدیره کې د جنازې د ښخولو د اجازې د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د عدلیې وزیر ته ورغلي وو، خو عبدالحکیم شرعي هغوی ته ویلي، چې تاسو دا موضوع رسنیزه کړې ده او باید د رسنیو مخه ونیسئ. هغه همداراز له شیعه وګړو سره د ضدیت تور رد کړی او ویلي یې دي، چې ګلبدین حکمتیار یې هم له دولتي سیمې ایستلی او د هېچا پروا نه لري.

د دارالامان د افشار سیمې یو اوسېدونکی وایي، شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ په دې سیمه کې ژوند کوي او هغه ستونزې چې اوس ورسره مخ دي، د تېر کال د محرم له میاشتې راهیسې پیل شوې دي. د هغه په وینا، په هماغه وخت کې د طالبانو د عدلیې وزیر د افشار مخور ورغوښتي وو او هغوی ته یې امر کړی و، چې په ډېر لنډ وخت کې دې ټول بیرغونه له هغو ځایونو لېرې شي چې د ده تر نظر لاندې راځي؛ که نه، ملک‌بندۍ او تکیه‌خانې به وتړل شي. خلکو د شخړې د مخنیوي لپاره بیرغونه ټول کړل

  د طالبانو په اسنادو کې د ودانیز جواز موضوع

په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ د (B-۸۴۵۰-۱۳۰۶) شمېرې مکتوب له لارې د ودانیزو جوازونو د صادرولو آمریت او د ودانیزو جوازونو د تحلیل او صادرولو ریاست د طالبانو تر واک لاندې د کابل شپږمې ناحیې ریاست ته خبر ورکړی، چې دې ادارې د شپږمې ناحیې اوسېدونکو ته د دوو پوړونو او یوې ځمکتلې لرونکي جومات د جوړولو اجازه ورکړې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي: «د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د شریف شاه ولایت‌مآب جومات اوسېدونکو، چې مساحت یې ۱۹۹.۵۵ متره مربع دی، د سړک له شا تګ وروسته د ودانۍ د جواز غوښتنه کړې ده. له اړینو اجراآتو وروسته، اړوند نقشې د تخنیکي کمېټې له خوا وڅېړل شوې او د ۱۴۴۶ هـ ق د ۹/۲۲ نېټې د (۱) شمېرې کمېټې له لوري د دوو پوړونو، یوه تهکوۍ او زینو سره، د ۷۴.۴۳ متره مربع تر ودانۍ لاندې مساحت او د ۱.۴۰ پوړیز تراکم په شرط تایید شوې دي.»

د دغه لیک په بله برخه کې د طالبانو د ښاروالۍ ریاست لیکلي، چې د نقشو د کمېټې د تایید پر بنسټ، ۱۴ زره او ۳۷۱ افغانۍ د ۲۰/۱/۱۴۰۴ نېټې د ۸۹۸ شمېرې آویز له مخې د یاد ریاست بانکي حساب ته ورکړل شوې او رسید یې ترلاسه شوی دی.

په مکتوب کې ټینګار شوی چې« که تخنیکي او اصولي خنډونه نه وي، د ودانۍ د جواز د صادرولو ریاست له مکتوبه سره سم دې اصولي اجراآت وشي، د ودانۍ د کار بهیر دې په منظم ډول وڅارل شي او د ودانۍ تر بشپړېدو وروسته دې ښاروالۍ ته خبر ورکړل شي.»

همداراز، د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو د عمومي ریاست د املاکو عمومي مدیریت ښاروالۍ ته لیکلي، چې د اوقافي سیمو ټولې چارې د همدې ادارې تر واک لاندې دي. د دې ادارې په وینا، د دارالامان د افشار سیمې اوسېدونکي، چې جومات یې د سړک د پراختیا پر مهال ویجاړ شوی، له خپلې شخصي بودجې د جومات د بیا رغونې لپاره  د پاتې دوه بسوې ځمکې  د ځانګړې کېدو غوښتنه کوي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې ډلې د مشر هبت‌الله د فرمان د یوې برخې به استناد ویلي چې« د سړک د جوړولو یا ترمیم پر مهال د جومات نړول جواز نه لري، بلکې باید پر ځای یې مناسب او له سړک لېرې ځای جومات ته ځانګړی شي. که جومات ونړېږي او د لمانځه لپاره کافي برخه پاتې نه شي او مناسبه ځمکه هم په واک کې نه وي، نو د پاتې برخې پلور جواز نه لري، بلکې باید په هماغه پاتې برخه کې نوی جومات جوړ شي او د سړک پاتې برخه د جومات د انګړ او شاوخوا لپاره وکارول شي.»  په دغه مکتوب کې له ښاروالۍ غوښتنه شوې، چې د دې حکم پر بنسټ خلکو ته د جومات د جوړولو اجازه ورکړي.

همداراز، ټاکل شوې کمېټې د جومات ساحه تثبیت کړې او د جومات د اعمار وروستی حکم یې د سیمې اوسېدونکو ته سپارلی دی. په مکتوب کې راغلي «موږ، د سروې د ریاست د ودانیو د تحلیل او جواز ورکولو ریاست اړوند ډله، د شریف شاه ولایت‌مآب جومات د ودانولو ساحه، چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان په افشارو کې موقعیت لري، د پلان او ځانګړو نقشو سره سم، چې اندازه یې ۴۵ درجې ده، د ودانیو د کنټرول د محترم ریاست د استازو او د کابل ښاروالۍ د شپږمې ناحیې د استازو په حضور کې په سیمه کې عملاً په نښه کړه او د جومات د اوسېدونکو استازي ته یې سپارل شوې ده. د یادونې وړ ده، چې د یادې ودانۍ راتلونکی کنټرول او څارنه د ودانیو د کنټرول د محترم ریاست او اړوندې ناحیې د محترم ریاست د دندو له جملې ده.»

د طالبانو د ښاري زیربناوو ریاست د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لیک ته په ځواب کې د کابل ښاروالۍ دفتر ته لیکلي، چې یاد سړک د کابل د سړکونو د اصلاح شوې شبکې له مخې د ۴۵ مترو په سور او د مترو بس له کرښې سره طرحه شوی او ټول اوږدوالی یې ۲۱۸۶ متره دی. د دې ادارې په وینا، دغه جومات د ۱۵.۵ مترو په اوږدوالي او د ۱۸.۲۰ تر ۱۸.۴۰ مترو په پلنوالي د سړک د پراختیا په مسیر کې واقع شوی دی. دې ادارې همداراز ویلي، چې د دغه جومات نړول د هبت‌الله تر فرمان وړاندې ترسره شوي دي.

د حامد کرزي له لوري د سیمې اوسېدونکو ته په وړیا ډول د ځمکې ورکړه

د افغانستان د پخواني حکومت د کرنې وزارت د ځمکو عمومي ریاست د هغه وخت ولسمشر ته وړاندیز کړی و او غوښتنه یې کړې وه چې ۱۴ جریب او ۱۵ بسوې شاړه دولتي ځمکه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شي. په دې وړاندیز کې راغلي دي: «د ملي دفاع محترم وزارت، د ۱۳۹۰/۱۲/۲۲ نیټې د ۶۱۴ شمېر تر وړاندیز لاندې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي ریاست په نامه  شرحه وړاندې کړې، چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان د افشار کلي اوسېدونکي په خپلې عرضپاڼه کې ادعا کوي چې د دوی هدیره د شوروي پر وخت تر هجوم لاندې راغلی وه. یاده شوې ساحه د ۱۳۶۰ کال راهیسې د کلي د اوسېدونکو هدیره ده، چې د ملي دفاع وزارت له خوا احاطه شوې وه. تر هغې وروسته، هدیره پراخه شوې نه ده، خو قبرونه لا موجود دي او اوسېدونکي د خپلو قبرونو د ترمیم غوښتنه کوي. د حوض رنګه غونډۍ چې د اوسېدونکو هدیره ده، تر نن ورځې د دوی د مړو د خښولو ځای دی. د ملي دفاع وزارت سیمې احاطي دغه غونډۍ نیمه کړې، چې نیمه برخه یې د جال دننه او نیمه یې له جال بهر ده، اوسېدونکي نه شي کولای د جال دننه قبرونو ته د تګ راتګ لاره نه لري او نه هم هلته خپل مړي خښولای شي، نو هغوی د احاطې د بدلولو غوښتنه لري.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  دا وړاندیز تایید کړ او امر یې وکړ، چې یاده ځمکه دې په وړیا ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شي، څو  د دارالامان د افشارو د اوسېدونکو لپاره د هدیرې په توګه وکارول شي.

همداراز، د پخواني حکومت د کرنې وزارت د محمد آصف رحیمي په لاسلیک یوه مکتوب کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته لیکلي، چې ۱۴ جریبه او ۱۵ بسوه دولتي شاړه ځمکه د د دارالامان د افشارو اوسېدونکو د هدیرې لپاره د ټاکل شوې کمېټې له خوا ارزول شوې او بیه یې ټاکل شوې ده.

په دغه لیک کې راغلي:«د ۱۴ جریبه او ۱۵ بسوه دولتي شاړې ځمکې د موازي انتقال پروتوکول، د هر جریب په بدل کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ترمنځ لاسلیک شو.»

د ځمکې د لېږد پروتوکول

د ځمکې د لېږد په پروتوکول کې چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ  وزارت او حج او اوقافو وزارت تر منځ لاسلیک شوی راغلي:« دا سند د افغانستان د ځمکې ادارې د سپارونکي او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترلاسه کوونکي ترمنځ لاسلیک شوی دی.»

د دغه پروتوکول په بله برخه کې راغلي دي: «یاده شوې ځمکه د یوه پلاوي له خوا چې د سپارونکي، اخیستونکي او د کابل ولایت د مقام استازي پکې شامل وو، ارزول شوې ده. دا ځمکه تر هېڅ ډول پروژې لاندې نه وه او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د دې ځمکې ورسپارونکي ته د هغې د سپارلو په اړه موافق نظر لري.»

د دغه لیک پر بنسټ، د ځمکې حدود د شمال له خوا «جوی خنگوت»، د سویل له خوا «تپه دولتی» د ختیځ له خوا «جوی خنګوت» او د لوېدیځ له خوا «دولتې املاک» د ۷۴ شمېرې قطعې سره، د ۱۴ جریبو او ۱۵ بسوو په اندازه د کابل د دارالامان په افشارو کې ټاکل شوي دي.

طالبانو ادعا کړې چې دغه هدیره په شنه سیمه کې ده، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې له څو لسیزو راهیسې د سیمې اوسېدونکو خپل مړي په همدې هدیره کې خاورو ته سپارلي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

کله چې ملي هویت په اطاعت بدلېږي
شننه

کله چې ملي هویت په اطاعت بدلېږي

۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790311628]
خبرونه

سرچینې: پر کندهار د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته اووه مړي او اته ټپيان میرویس روغتون ته وړل شوي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790275148]
د ایران مرستیال ولسمشر امریکا په «نامتقارن» ځواب ګواښلې
بهرني خبرونه

رویټرز: امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه بهیر خبرې کوي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790271322]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.