۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي چې له ایران او پاکستانه د کډوالو بېرته راستنېدل، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل او د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمښت په افغانستان کې بشري ناورین لا سختوي.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه راپور ورکړی چې د روان کال په اوږدو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱.۲ میلیونه کسان راستانه شوي چې پر زیانمنو ټولنو یې فشار زیات کړې دی.
د راپور له مخې، د دروازو تړل کېدو او د هرمز تنګي او نورو مهمو سوداګریزو لارو له لارې د توکو د لېږد په بهیر کې ګډوډۍ د لومړنیو خوراکي او نورو اړینو توکو بیې لوړې کړې دي.
فایو زیاته کړې چې د بودیجې کمښت هم د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې د مرستندویه بنسټونو وړتیا محدوده کړې، په داسې حال کې چې بېړنیو مرستو ته د کورنیو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې له دغو ننګونو سربېره د ژمي په نږدې کېدو به په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي زیاته شي.





