۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) راپور ته په غبرګون کې ویلي چې دغه بنسټ د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدې والي پر ځای د دې ډلې پر وړاندې پر «پروپاګند» بوخت دی او هڅه کوي له افغانستان څخه نړۍ ته ناوړه تصویر وړاندې کړي.
مجاهد پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه ویلي چې یوناما په خپل وروستي راپور کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر او ځينو نورو بنسټونو له خوا نیونې «خپلسرې» بللې دي.
نوموړي ادعا کړې چې دا نیونې د طالبانو د قوانینو او مقرراتو له مخې د «غیرشرعي» کړنو د مخنیوي او اشخاصو د اصلاح په موخه شوې دي.
مجاهد ویلي: «د یوناما د وروستي راپور په تړاو، له یاد دفتر څخه غوښتنه کوو چې د یوه بېطرفه نړیوال بنسټ په توګه خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د خپلسرو نیولو لږ تر لږه ۴۴۳ پېښې او له افغان ښځو او نارینهوو سره د محتسبانو د ناوړه چلند ۹۷ پېښې مستندې کړې دي.





