۸صبح، کابل: د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان وايي چې په هلمند کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه نور د ټولو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري او د خوارځواکۍ کچې لوړېدو د دغو مرکزونو ظرفیت بشپړ کړی دی.
د دغه سازمان مشرې کوبي ریتولد هلمند ته له یو اوونیز سفر وروسته چهارشنبه د زمري پر ۱۴مه ویلي چې د لښکرګاه ښار د خوارځواکۍ د درملنې مرکز چې د ۴۵ ماشومانو د منلو لپاره جوړ شوی و، د ناروغانو د زیاتوالي له امله ۷۰ بسترو ته لوړ شوی، خو دا هم له څو ساعتونو وروسته بشپړ ډک شوي دي.
د نوموړې په خبره، بېوزلي، بېځایه کېدل، اقلیمي بدلون او د بودیجې کمښت هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې د لوږې او خوارځواکۍ کچه زیاته کړې ده.
د لوږې پر وړاندې د مبارزې بنسټ خبرداری ورکړی چې د درملیزو خوړو او روغتیايي تجهیزاتو کمښت پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی او پر اغېزمنو کورنیو یې فشار راوستی دی.
یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې او مرستندویانو غوښتي چې د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي پروګرامونو د دوام او پراختیا لپاره بېړنۍ مالي مرسته برابره کړي.





