۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان راتلونکی په هغو فرصتونو پورې تړلی دی چې نن نجونو ته برابرېږي.
دغه بنسټ یکشنبه د تلې پر ۱۹مه، په یوه پیغام کې ویلي چې د نجونو پر زدهکړو، د مهارتونو پر زدهکړه او روغتیا پانګونه د ټولنو له پیاوړتیا او د یوه لا مقاوم هېواد له جوړولو سره مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې هره نجلۍ د دې وړ ده چې د خپلو وړتیاوو د غوړولو فرصت ولري.
داکټوبر ۱۱مه د نجونو نړیواله ورځ ده چې هر کال د نجونو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو او هغو ستونزو او تبعیضونو ته د پام اړولو په موخه نمانځل کېږي چې نجونې یې په ټوله نړۍ کې ورسره مخ دي.





