۸صبح، کابل: د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي پر کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او دا کار یې «تېری» بللی دی.
کرزي پنجشنبه د تلې پر ۲مه، په یوه پیغام کې له اسلاماباده غوښتي چې د دغې تګلارې د دوام پر ځای له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب لاره خپله کړي.
هغه زیاته کړې: «داسې ښکاري چې اسلاماباد د خپلې منفي تګلارې له ادامې لاس نه اخلي، کومه چې اور یې نن خپلې لمنې ته هم رسېدلی دی.»
کرزي د پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې «تمدنانه» کړي.
پر کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکیان وژل شوي دي.
طالبانو هم دا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا اقدامات به د پاکستاني پوځیانو لپاره «ناوړه پایلې» ولري او «بېځوابه به پاتې نه شي.»





