۸صبح، کابل: د پخواني پارلمان غړې فوزيې کوفي پر کونړ، پکتیا او پکتیکا د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي دي چې د کلیو بمبارول او د ملکي وګړو وژل د ترهګرۍ پر وړاندې اغېزناکه تګلاره نه ګڼل کېږي.
فوزيې کوفي سهشنبه د چنګاښ پر ۹مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، تر اوسه یې نه دي لیدلي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ان د طالبانو یو مشر یا جګپوړی چارواکی په نښه شوی وي.
کوفي ویلي دي چې د ملکي وګړو وژل به ستونزه حل نه کړي.
نوموړې زیاته کړې، که د پاکستان نیت د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) په نښه کول وي، په افغانستان کې چې له هر چا پوښتنه وشي، کولای شي د هغوی د فعالیت ځای ته اشاره وکړي.
دوه شپې وړاندې د پاکستان پوځ له خوا په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې پر ځینو سیمو بمبار وشو چې د طالبانو له خوا د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د ښځو او ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه ۳۶ تنو د وژل کېدو او د ۱۶۳ نورو د ټپي کېدو لامل شو.





