د لغمان علیشنګ ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه له تېرې یوې میاشتې راهیسې کلابند دي، چې نه يې عملیاتو کې پرمختګ کولای شي او نه يې بېرته د راوتلو لاره موجوده ده.
یوې باورې امنیتي سرچینې ۸صبح ته وويل، چې که تر دوه ورځو نور هم تازه دمي امنیتي ځواکونو او یا هم هوايي مرسته ور ونه رسېږي، نو لوی ناورین به رامنځته شي.
علیشنګ کې اوس مهال د ملي پولیسو ۹۹۹ قطعې په ګډون څلور نور ارګانونه هم موجود دي، خو سرچینه وايي د مهماتو له کمښت سره مخ دي.
پرون لغمان ته تازه دمي ځواکونو رسېدلي، چې په ختیځ کې د ملي امنیت ځانګړي ځواکونو «۰۲» قطعه يې د عملیاتو مشري کوي.
عملیات د یادې ولسوالۍ په سلطان خېلو، بارکزیو، ګنجوړ او زوړ الیشنګ سيمو کې شوي، چې ۱۹ طالبان په کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
سرچینې وايي، د عملیاتو پر مهال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو درې تنه هم برسژرن ټپیان شوي دي.
همدا تېره شپه هم د علیشنګ ولسوالۍ په مرکز کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې، چې درې امنیتي سرتېري په کې ټپیان شوي دي.
باوري امنیتي سرچینې ۸ صبح ته وویل: «د شپې له ناوخته تر سهار درې بجو پورې سخته جګړه کې و ۶ طالبان مو ووژل او ټپيان هم لري او زموږ درې امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي».
له دې یوه شپه وړاندې هم طالبانو سره جګړه کې د ضربتي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي ؤ او درې نور ټپیان ؤ.
د علیشنګ امنیه قوماندان وايي: «دمګړی چې زه له تاسې سره خبرې کوم هم جګړه روانه ده، تېره شپه درې ساعته جګړه شوې ده، ۹ طالبان وژل شوي او ۱۷ ټپیان شوي دي».
طالبانو بیا تازه جګړو کې خپلې غاړې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچینه چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي ۸صبح ته وويل، چې ټپیان د لغمان مرکز مهترلام ته د لېږد پر مهال طالبانو ژوندي نیولي دي.
امنیتي ځواکونه وايي، له تېرې یوې میاشتې نه ځمکنۍ مرسته ورسېدلې او نه هم هوايي او اوس مهال د دوی مهمات هم مخ په خلاصېدو دي.
د علیشنګ په لاره طالبانو ماينونه ځای پر ځای کړي، چې که تازه دمي ځواکونه غواړي ولسوالۍ ته لاړ شي نو د لارې پاکولو له امله به ډېر په ځنډ ورسېږي.
له تېرو څو ورځو راهیسې مو هڅه وکړه چې د لغمان له امنیه قومندان سره علیشنګ کې د ځواکونو ستونزې شریکې کړو، خو د نظر په اخیستلو يې بریالي نه شو.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال ډاډ ورکوي چې يادې ستونزې ته به رسېدنه وشي.
علیشنګ کې د جګړو له امله ګڼ شمېر کورنۍ هم نورو سیمو ته کډوالې شوي، چې اوس مهال له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
عام ولسونه وايي، که تازه پيل شوي عملیات ګړندي مخ ته لاړ شي نو د کلابندو ځواکونو خطر به کم شي.
دوی وايي، په یو شمېر سیمو کې اړتیا لیدل کېږي، چې پوستې ځای پر ځای شي، ځکه له دې وړاندې د قومي مشرانو په منځګړیتوب امنيتي ځواکونو پوستې پریښې وې.
د خلکو په وينا، د امنیتي ځواکونو پوستې طالبانو سوځولي او اوس اړتیا ده له سره ورغول شي.
له بل پلوه د لغمان دولت شاه ولسوالۍ له تېرې یوې میاستې د طالبانو لاسته ورغلې، خو تر اوسه يې د بېرته نیولو هېڅ پلان نه دی نيول شوی.
د يادې ولسوالۍ په سقوط کې، د امنیتي ځواکونو په زیاته انداز وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي، چې ټانګونه او درنې وسلې هم په کې شاملې دي.
د لغمان ولايت د اوسېدونکو په وينا، طالبان اوس د امنیتي ځواکونو په وسلو باندې بېرته جګړو ته دوام ورکوي.
د لغمان او په ځانګړې توګه د دولت شاه ولسوالۍ خلک وايي، په کار ده چې د امنیتي ځواکونو پریښې سیمې بېرته ونیول شي، ځکه هلته د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی.
هغه مهال چې د لغمان جګړه د مرکز مهترلام تر څنډو را رسېدلې وه، له کابله جنرال خوشحال سادات او د ملي دفاع سرپرست وزیر او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم ورغلي ؤ.
عام باور دا دی، چې راغلیو لوړو چارواکو د لغمان جګړه رهبري نه شوه کړی نو همدا لامل ؤ، چې مرکز کابل ته په ستنېدو سره له دندو ګوښه او یا هم تبديل شول.
تازه عملیاتو ته اوس خلک هیله مند دي، چې که مخکې تګ وکړي نو سیمې به له طالبانو پاکې، امنیتي ځواکونو به له محاصرې خلاص او کډه شوي خلک به بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.