یوه ورځ له غرمې وروسته د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار د خرقې مبارکې په انګړ کې «اکرامیه خانقاه» ته روان شوم او له دعا وروسته دغې خانقاه ته ورغلم. هغه کس چې په وړاندې برخه کې ناست و او یو شمېر تنکي ځوانان او لویان یې شاوخوا ته ورټول وو.
هغه د نقشبندیه طریقې، د عرفان او تصوف په اړه خبرې کولې. د دغه پروګرام د لومړۍ برخې په وروستیو کې مې د خانقاه له شیخ څخه وغوښتل چې د خبرو لپاره څو دقیقې وخت راکړي.
ددغې خانقاه استاد او شیخ حفیظ الله کوفي په خپله د محمد اکرم یو شاګرد او مرید دی چې په بدخشان او د سیمې په هېوادونو کې یې ډېر اغېز درلود او د هېواد یو شمېر علمي او سیاسي شخصیتونه ځانونه د هغه مریدان ګڼي. کوفي له ۸صبح سره په خبرو کې وویل: «څه د پاسه دېرش کاله کېږي چې تصوف ته مې مخه کړې. په پیل کې چې یوه اوونۍ له خپل مرشد سره وم، زما پر ژوندانه یې ډېر اغېز درلود، د دوی معنوي اغېز زما د دېرش کاله عمر په اندازه و. هر څه مې چې له لاسه کېدل د ځوانانو په سالمه روزنه، انسان جوړونه او اسلامي لارښوونه کې مې نه سپمول. ددې طریقې واقعیتونه ځوانانو ته وایم. ګډون کوونکي ځان ډېر آرام احساسوي، لکه کب چې په سیند کې سوکاله وي، څوک چې خانقاه ته راځي سکون مومي.»
کوفي زیاته کړه چې د عرفان د عارفانو په اند آداب دي، د هغه په نظر، باید ټول په ادب وي او بدې خبرې ونه کړي او هغه کسان چې د یو بل په وړاندې راځي، په خبرو او تفاهم سره یې حل کړي، له تاوتریخوالي کار وانه خلي او له غچ اخیستو ډډه وکړي. هغه وویل چې عارفان د ټولنې د اصلاح په برخه کې هڅه کوي. هغه زیاته کړه چې په تصوف کې هڅه کېږي ناسم انسان ښه شي.
اکرامیه خانقاه په نقشبندیه طریقې پورې نه خلاصه کېږي؛ دلته قادریه طریقه هم ورښودل کېږي. حفیظ الله کوفي په دې هکله وايي: «په دې خانقاه کې د زده کړې دوې طریقې شته؛ نقشبندیه او قادریه طریقې. نقشبندیه په پټه ترسره کېږي او قادریه په جهره او لوړ غږ وي. د نقشبندیه طریقه پټ ذکر دی او پټې سترګې او بنده ژبه ده، ټول چوپ دي او روحاني سفرونه کوي، په زړه کې الله الله وايي، زړه او روح ذکر کوي.»
ادریس هغه ځوان دی چې له ماشومتوبه یې له عرفان او تصوف سره علاقه لرله. هغه وایي چې تصوف انسانان له ناسمو او غلطو لارو لیرې کوي. هغه چې د درویشۍ جامې اغوستې، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «له ماشومتوب راهیسې د تصوف لارې ته راغلم پر دې لاره روان یم او شکر باسم چې ډېر فیوض راته رسېدلي دي. تصوف ډېر ناوړه او غلطې لارې له موږ څخه بېلې کړې او د حقیقت، معرفت، خدای دوستۍ او وحدانیت لارې ته مو بیايي.»
له بلې خوا شمس الدین چې ددې حلقې هېڅ یو درس له لاسه نه ورکوي، د عرفان او تصوف په اړه وايي چې تصوف یو انسان جوړوونکی مکتب دی او په دغه مکتب کې انسانان په خپل ورک شوي پسې ګرځي. د هغه په وینا، ارواپوهان هم په دې باور دي او په خپلو کتابونو کې یې لیکلي چې انسان په ژوند کې ورک شوی لري. یو تن دغه خپل ورک شوی په بُت کې، یو په کلیسا کې، یو د لیلا او مجنون په مینه کې لټوي او ځینې یې هم د شریعت په لمن کې د سنتو له مخې د حقیقت په لور رجوع کوي خپل زړه د الله تعالی په ذکر سره اراموي. نوموړی زیاتوي: «په دې مکتب کې ټولې ښېګڼې موندل کېږي او په دې لاره کې ډېر خوښ یم.»
سمش الدین جوتوي چې انسان د خدای خلیفه دی او خدای انسانان د ځمکې پرمخ په لوړ او عالی روح سره پیدا کړي دي. د هغه په وینا، دغه عالی روح د حقایقو په لټه کې کولای شي پوخ والي ته ورسېږي چې هماغه تصوف او عرفان دی.
په بدخشان کې کلتوري فعال عبدالبصیر وثیق وایي چې لومړي ځل په بدخشان کې په دیارلسمه هجري پېړۍ کې نقشبندیه طریقه د میرسید غیاث الدین له خوا پيل شوه. د ښاغلي وثیق په خبره، عرفان او تصوف په تېره بیا خانقاوې، د ځوانانو د جذبولو لپاره ښه ځای دی، هغه ځوانان چې له وزګارۍ کړېږي او د افراطي بهیرونو ښکار کېږي او یا په داسې لارو ځي چې د دوی د بربادۍ لامل کېږي. د بدخشان دغه کلتوري فعال زیاتوي چې تصوف او خانقاه د ځوانانو د غوره ژوند او آرام روح لپاره ښه ځای دی. نوموړی وایي: «د تصوف بهیر نرم او کرار بهیر دی چې د خلکو په زړونو کې نفوذ کوي او ځان ته یې ورکاږي، په واقعیت کې ځوانان غواړي داسې ځای ته ولاړ شي چې روح یې آرام او سکون پیدا کړي. تصوف د هغو ځوانانو لپاره چې د افراطي ډلو ښکار کېږي ښه رول لري او د افراطیت ریښې وچوي.»
عبدالبصیر وثیق چې خپل عُمر یې په بدخشان کې په څېړنه کې تېر کړی وایي، په اوسني وخت کې د خانقاه لویه ستونزه دا ده چې لږ د یوه روزنیز مرکز په توګه ترې کار اخیستل کېږي کم کسان چې د تصوف فکر لري، ددغو بنسټونو مشري لري. هغه زیاته کړه چې باید تصوف او خانقاه له سیاسته لیرې وساتل شي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې تصوف او عرفان اوږده مخینه لري او دې هېواد د تاریخ په اوږدو کې لوی عارفان په خپله غېږ کې روزلي دي.