۸صبح، کابل: په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بیکدلي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ ترانزیټي او لوژیستیکه همکاري په ځانګړي ډول د چابهار او بندرعباس له بندرونو ګټه اخیستنه پراخه شوې ده.
بیکدلي شنبه د تلې پر ۴مه ویلي چې افغانستان د چابهار بندر اړوند چارو د څارلو لپاره ایران ته خپل استازی ورپېژندلی او په دې تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي.
د افغانستان توکي کولای شي د ایران له لارې ازادو اوبو او له هغه ځایه د سمندر له لارې هند ته د چابهار بندر په مرسته ولېږدول شي.
دا بندر د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو، هند او نورو نړیوالو بازارونو له نښلولو لپاره هم کارول کېږي.
بندرعباس هم له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول له هند څخه د ایران له لارې افغانستان ته د توکو د لېږد له سمندري لارو یوه ده.





