۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډلې د ملاتړ او په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
بېنېټ چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۷مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښځو د کرېکټ لوبډله له ۲۰۲۱ کال راهیسې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او بودیجه یې د روان کال د اګسټ په میاشت کې پای ته رسېږي.
هغه د کرېکټ د نړیوالې شورا (آیسيسي) د کلنۍ عمومي غونډې له پیلېدو سره جوخت ټینګار کړی چې لا هم د دغې لوبډلې د دوامداره ملاتړ لپاره کومه تګلاره نه ده جوړه شوې.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) توانېدلی د افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه لاره پیدا کړي او کرېکټ هم کولای شي ورته اقدام وکړي.
بېنېټ زیاته کړې چې د افغان ښځینه ورزشکارانو په رسمیت پېژندل او له هغوی دوامداره ملاتړ تر ټول کم هغه څه دي چې هیله یې کېږي.





