• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له واټن هاخوا؛ نامريي اړیکه

مریم بیضا قاسم مریم بیضا قاسم
۱۲ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788449760]
Pexels

Pexels

۱۹۸۷ میلادي کال و او سخته یخني وه؛ داسې یخ چې یوازې د هوا او موسم له امله نه و، بلکې د هغه هېواد له حالته راولاړېده چې د جګړې په اور کې له منځه تللی و. ورور مې پنځه کاله په چکسلواکیا کې تېر کړي و. په ټول وس یې انجنیري ولوسته دا هیله یې روزله چې د خپل هېواد او کورنۍ لپاره به ښه راتلونکې جوړه کړي. خو کله یې چې د کابل پر هوايي ډګر ګام کېښود، هماغه شېبه ترې ټول ارمانونه واخیستل شول. چارواکو یې ډیپلوم همالته ضبط کړ او هغه یې جبري پوځي خدمت ته ولېږه. یوازې اووه ورځې، یعنې یوه اوونې یې وخت ورکړ چې د کور او کورنۍ تودوخه احساس کړي؛ وروسته باید پوځي یونیفورم واغوندي او خدمت ته لاړ شي.

د هغه مهال د خدمت د مقرراتو له مخې، یوازې یې اجازه لرله چې په هرو دوو میاشتو کې یوه اوونۍ کور ته لاړ شي. موږ همدغو لنډو شېبو ته ژوند کاوه او په ټوله موده کې به مو له اندېښنې سره انتظار ایست. هغه مهال افغانستان د نننۍ نړۍ له ډېرو امکاناتو بې‌برخې و او ان ټیلیفون مو هم نه درلود، لکه د کابل د ډېرو اوسېدونکو په څېر. ګرځنده ټیلیفون خو لا بیخي نه و چې دا واټن راکم کړي. همدا چې ورور مې د کور له دروازې بهر وواته، بیا به د ناڅرګند برخلیک تیارو ته روان و او تر بل دیدن پورې به مو لاسونه د دعا لپاره پورته و چې روغ رمټ بېرته راستون شي.

یو سهار وختي، د لمر له راختلو مخکې، د مور په ارامه تګ له خوبه راویښه شوم. هغه په کراره له کوره ووته او د کور انګړ ته لاړه. په کمزورې رڼا کې یې په لاس کې د اوبو کوزه وه او د سهار په چوپتیا کې یې روانو اوبو ته څه ورو ورو زمزمه کول. شاوخوا لس دقیقې وروسته بېرته کوټې ته راغله او وېره یې په مخ کې ښکارېده. تر څنګ مې کېناسته او په لړزېدلي غږ یې د هغه خوب کیسه وکړه چې لیدلی یې و. ورور مې یې په خوب او د ښي سترګې لاندې یې یو تور داغ لیدلې و.

کله مې چې ولیدل مورجانه مې څومره اندېښمنه ده، هڅه مې وکړه چې اندېښنه یې کمه کړم او په هغو ساده خبرو چې له یوې ماشومې به راوتلې، ډاډ ورکړ. ورته مې وویل: «تشویش مه کوه مورې، خوب یوازې خوب دی. انشاءالله ورور به مې په خیر کور ته راشي. زه دعا کوم چې په خیر کور ته راشي.»

خو د مور حالت او نظر دروند و. راته یې وویل، کله چې له خوبه راویښه شوه، سملاسي یې کوزه له پاکو اوبو ډکه کړه او له کوره بهر ووته، او خپل خوب یې لومړی روانو اوبو ته ووایه. د افغانانو په باور او دود کې، که بد خوب د انسان روح اندېښمن کړي، باید لومړی روانو اوبو ته وویل شي؛ باید روانې اوبه، مخکې له دې چې د انسان تر غوږو ورسېږي، د خوب بدۍ او شومې نښې له ځان سره یوسي.

په هغه سوړ سهار کې مې مور له کوره بهر وتلې وه، څو خپله وېره له اوبو سره شریکه کړي او له خدایه وغواړي چې اوبه یې د زوی له برخلیکه خطر لرې کړي.

کله چې رخصتي ته کمې ورځې پاتې شوې، زړه به مې له خوښۍ په درزا شو. ورور مې د کور له دروازې رادننه شو. خو یو عجیبه څه مې تر سترګو شو؛ هغه تورې، چوکاټ داره لمریزې عینکې په سترګو کړې وې؛ داسې څه چې ما مخکې هېڅکله د هغه پر سترګو نه وې لیدلې. د ناستې خونې ته راغی او پر هغو دودیزو افغاني توشکو او بالښتونو کېناست چې پر دیوال تکیه و. لا سم نه و ناست چې مور مې په بیړه راننوته او سترګې یې ترې نه اړولې. په وېرېدلي غږ یې وپوښتل: «زویه ولې دې تورې عینکې په سترګو کړې؟»

ورور مې موسکی شو او هڅه یې وکړه عادي ښکاره شي؛ ګواکې غوښتل یې مور له اندېښنې وساتي. ویې ویل: «هېڅ خبره نشته، مورې. نن سبا تورې عینکې موډ دي.» مور مې بیا وپوښتل: «عینکې دې لرې کړه، چې سترګې دې وګورم.»

نوموړي هڅه وکړه مقاومت وکړي او ځان یې هاخوا دیخوا وخوځاوه، خو مور مې ټينګار وکړ. مورنۍ غریزې نه پرېښوده چې خبره یې ومني. په پایله کې مې ورور وویل: «زړه مه خوره مورې، کله چې د عسکري موټر پر سر د درنو وسایلو د بارولو په حال کې وم، پښه مې وښوېده او د موټر له شا څخه پر یوې لویې ډبرې ولوېدم. یوازې یو کوچنی ټپ دی، خو اوس بالکل ښه یم. سترګې ته مې هېڅ زیان نه دی رسېدلی.»

ورو یې تورې عینکې لرې کړې. ساه مې بنده شوه. د ښي سترګې لاندې یې هماغه تور داغ ښکاره شو چې مور مې څو ورځې وړاندې په خوب کې لیدلې او ماته یې ویلی و؛ کټ مټ په هماغه ځای کې، په هماغه بڼه او له داسې جزیاتو چې خوب یې پر عجیب واقعیت بدلاوه.

هک حیرانه ناسته وم او ټکان مې وخوړ. که مور مې هغه سهار له کوره نه وای وتلې چې خپل خوب روانو اوبو ته ووایي او که یې مخکې له دې چې ورور مې کور ته راشي، د خوب ټول جزیات راته نه وای ویلي، ښايي ویل به مې چې دا یوازې یوه پېښه ده. خو هلته په کابل کې په خپل کور کې مې بل څه لیدل چې ماته له معجزې کم نه و.

له هغه سهاره لسیزې تېرې شوې. نن مې مور په جرمني کې ژوند کوي؛ له ما څه باندې اووه زره کیلومتره لرې ده. خو دا واټن د هغې نامريي او نه شلېدونکې اړیکې ترمنځ چې موږ یې له یو بل سره تړلې یو، هېڅ مانا نه لري.

ان نن چې کله یو څه ناروغه اوسم یا مې زړه دروند وي، سهار وختي زنګ راځي. تل هغه وي؛ هماغه مهربانه مور مې. وايي چې په اړه یې اندېښمنونکی خوب لیدلی؛ ګواکې زما خپګان یې زرګونه کیلومتره لرې، ان بې له دې چې څه ووایم، حس کړی دی.

نه پوهېږم چې دا څنګه نامريي اړیکه ده چې یوه مور یې له خپل اولاد سره لري. نه پوهېږم څنګه یې نالیدلې روح له قارو تېروي څو تر خپل اولاد پورې یې ورسېږي. یوازې دومره پوهېږم چې دا اړیکه د اوسنۍ مادي نړۍ له ټولو قوانینو پورته ده. دا هغه احساس دی چې له خبرو ژور دی. او زه پوهېږم چې شته، ځکه خپله مې په خپلو سترګو لیدلی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د اسراييل او لبنان ترمنځ اوربند؛ اروپايي ټولنې له لبنان سره د ۱۰۰ میلیونو یورو مرستې خبر ورکړی
ټولنه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د حیاتي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ۱۲ میلیونه یورو ځانګړې کړې

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792606813]
ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ
بهرني خبرونه

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792603758]
عراق له ایران سره یوه سرحدي لار وتړله
بهرني خبرونه

عراق له ایران سره یوه سرحدي لار وتړله

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792601952]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.