د بریټانیا د بهرنيو چارو وزير ډيوېډ کامرون له امريکايي چارواکو سره د نړۍوالو ترینګلتیاوو په هکله د خبرو په موخه واشنګټن ته سفر کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې چې کامرون سېشنبه د اپریل پر ۹مه له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره د غزې د ناورین په هکله خبرېاترې وکړي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر به اوکراین ته د مرستې کڅوړې د تصویب په هکله د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو له امریکايي وکیلانو سره لیدنه وکړي.
کامرون تیره اوونۍ ویلي و چې دی به د امریکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکي ګوند له مشر مایک جانسون سره وګوري او له هغه به وغواړي چې اوکراین ته د ۶۰ ملیارده ډالري پوځي مرستې کڅوړه تصویب کړي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې کامرون به د بلینکن سره تر لیدنې دمخه په فلوریډا کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه وکړي.
د بریټانیا د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وينا، دا لیدنې يوازې له مخالفو نوماندانو سره د تعامل په توګه ترسره کېږي.
ده هغو موضوعاتو ته چې په دې لیدنو کې به پرې بحث وشي، اشاره نه ده کړې.
د ویلو ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی، که له دغه هېواد سره د امریکا پوځي مرستې بندې شي، اوکراین به له روسیې سره په جګړه کې «خامخا» ماتېږي.