د بېوزلو ماشومانو لپاره د جامو راټولولو کمپاین؛ ۵۰۰ تنو د مرستو بستې ترلاسه کړې

هېواد کې د بېوزلۍ له زیاتېدو سره سم یوې ډلې ځوانانو کابل کې د واټونو د ماشومانو لپاره د ژمي جامو راټولولو په موخه کابل او درېیو نورو ولایتونو کې یو کمپاین پیل کړی دی. د دې ډلې غړي وايي، چې کمپاین له کابو یوې میاشتې راهیسې په پیل شوی دی. د هغوی په وینا، په دې موده کې ۵۰۰ ماشومانو ته د ژمي جامې او بوټ وېشل شوي دي. دغه ځوانان له ټولو خلکو غواړي، چې لږترلږه په اوسنیو شرایطو کې تر خپله وسه له اړمنو سره مرسته وکړي.
عليعمر او شلو نورو ځوانانو په کابل، کاپیسا، سمنګان او فاریاب کې د «واټونو ماشومانو لپاره جامې راټولولو» په نوم یو کمپاین پیل کړی دی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې په هېواد کې د بېوزلۍ زیاتېدو هغوی دې ته اړ ایستلي ترڅو داسې یو کمپاین پیل کړي.
عليعمر د دغه کمپاین په اړه وایي: «دا کمپاین مو له یوې میاشتې راهیسې لومړی د ټولنیزو پاڼو له لارې پیل کړ تر دې چې د یو شمېر ځوانانو، ښوونکو او خبریالانو په همکارۍ دغه کمپان پراخ شو او موږ وتوانېدو په دې کمپاین سره هغه ماشومانو لپاره چې پر واټونو کار یا دروېزه کوي او یا هم په روزنتونونو کې دي یوه اندازه جامې او د مرستو ځینې نورې بستې راټولې کړو او ویې وېشو. په دې کمپاین کې له هېواده بهر او دننه وطنوالو ښه رول لرلی دی.»
د واټونو ماشومانو لپاره د جامو راټولولو کمپاین پلانوونکي وایي، د دغه کمپاین له پیل څخه تر اوسه یې ۵۰۰ د واټونو د سر ماشومانو ته جامې او نورې مرستې وېشلې دي. د واټونو ماشومانو ته په وېشل شویو مرستو کې جمپر، جاکټونه، پتلون، خولۍ، جورابې او بوټ شامل دي.
عليعمر زیاتوي: «یو شمېر بهر مېشتو افغانانو نقدې پیسې هم رالېږلې وې چې موږ په هغو پیسو د ژمي جامې او بوټ وپېرل او تر ۵۰۰ زیاتو بېوزلو ماشومانو ته مو ووېشل. موږ هڅه کوو دغه کمپاین ته په دوامداره توګه دوام ورکړو او پراخ یې کړو ترڅو لږترلږه په اوسنیو شرایطو کې وکولای شو د خپلو اړمنو وطنوالو لاسنیوی وکړو.»
د کمپاین دغه غړی له ټولو ځوانانو غواړي، چې د خپل ټولنې پروړاندې مسوولیت منونکي ووسي. د هغه په وینا اوسنیو شرایطو کې هېوادوال باید تر خپلې وسې له اړمنو سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې کابل کې د واټونو یو شمېر ماشومان د دا شان بشردوستانه کمپاینونو له رامنځته کېدو هرکلی کوي. فرزانه یوه تنکۍ نجلۍ او یوه له هغو ماشومانو ده چې په کابل ښار کې يې د دغه کمپاین له لارې جامې ترلاسه کړې دي. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې پلار یې پر نشهیي توکو روږدی دی او اړ شوې د واټونو پر سر دروېزه وکړي. فرزانه دوه وروڼه لري چې تر هغې کشران دي. هغې یو جمپر او بوټان ترلاسه کړي دي. فرزانه څرګندوي چې د کورنۍ اقتصادی وضعیت یې ښه نه دی او د هوا له سړېدو سره سره یې تر دې دمه د ګرمولو څه نه دي کارولي او د کابل سړې شپې په سختۍ سره تېروي. هغه له مرسته کوونکو کسانو او بنسټونو غواړي ترڅو د ژمي په موسم کې د بېوزلو لاس ونیسي.
د ویلو ده، چې د هوا له سړېدو او د ژمي موسم له نږدې کېدو سره ګڼ شمېر ماشومان جامو ته پر اړتیا سربېره د خوراکي توکو له سخت کموالي سره هم مخامخ دي. له ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان (Save the children) په خپل نوي راپور کې خوراکي توکو د نږدې لس میلیونه ماشومانو د نه لاسرسي او د هغوی له ناوړه وضعیته خبرداری ورکړی دی. د دغه راپور له مخې د اقتصادي ناورین، په اوکراین کې د جګړې اغېزو او دوامداره وچکالیو له امله په افغانستان هره ورځ ۹.۶ میلیونه ماشومان، وږی پاتې کېږي او دغه ماشومان په لنډمهال کې د خوراکي توکو مرستو ته سخته اړتیا لري.
اخوا نړیوالو بنسټونو له راروان ستونزمن ژمي خبرداری ورکړی دی. افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د ټولنې صندق رییس الکساندر بودیروزا ویلي، چې د دغه هېواد ۷۹ سلنه وګړي د ګرمولو توکو ته لاسرسی نه لري. بودیروزا دوې اونۍ مخکې یوه ټویټ کې لیکي چې په ژمي کې ژوندي پاتې کېدل د افغانانو پر ورځنیو ننګونو سربېره یوه بله ننګونه ده.
دا ټول په داسې حال کې دي چې د لوږې په نړیواله ډلبندۍ کې افغانستان د تېر کال په پرتله خوراکي توکو ته د لاسرسۍ له پلوه شپږ درجې رالوېدلی دی. افغانستان سږکال د نړۍ د ۱۲۱ هېوادونو ترمنځ په ۱۰۹ درجه کې راغلی دی، دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ۱۰۳ درجه کې و. د دغه راپور له مخې ۲۹.۸ سلنه افغانان له خوارځواکۍ سره مخ دي او ۵.۸ سلنه نور ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې د لوږې له امله مړه کېږي. همداراز تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳۸.۲ سلنه ماشومان له ټیټې ونې کړېږي. دا ټول موارد د لوږې له زیاتېدو سره تړاو لري. په دغه راپور کې راغلي چې افغانستان له وچکالۍ، سیاسي او اقتصادي بېثباتۍ او همداراز له سختې بېوزلۍ سره مخ دی. اوکراین کې وسلهوالې نښتې افغانستان کې د لوږې د زیاتېدو له عواملو بلل شوي دي.