۸صبح، کابل: د کاناډا د کډوالو وزارت ویاند د جمعې پر ورځ د مرغومي پر لسمه ویلي، چې دا هېواد هغو افغانو ښځينه قاضیانو او د هغوی کورنۍ ته چې بې برخلیکه دي، پناه ورکوي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزارت ویلي، د دې قاضیانو او د هغوی د کورنۍ شمېر شاوخوا ۲۳۰ کسان کېږي، چې اوسمهال یې ډېری په یونان کې دي.
د دغه وزارت د اعلان له مخې، دا هېواد به ناڅرګندو همجنسګرایانو ته چې د یو مرستندویه سازمان له لوري لېږدول شوي، هم پناه ورکړي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «تمه کېږي، چې هغوی به راتلونکی کال کاناډا ته راشي، خو ځانګړې نېټه یې څرګنده نه ده.»
له دې وړاندې هم کاناډا ویلي و، چې ۴۰ زره افغان پناه غوښتوونکي مني، خو د هغوی د منلو ځانګړی لېست یې اعلان کړی نه دی.
د دولتي شمېرو له مخې، له هغې وروسته چې طالبانو پر هېواد واکمني ټينګه کړې، کاناډا درې زره او ۹۱۵ افغانان له کاناډا سره د اړیکه له امله او دوه زره او ۵۳۵ نورو کسانو ته بشردوستانه ویزې ورکړې دي.
د ملګرو ملتونو د پناه غوښتنې آژانس مدافعان وايي، چې د افغان پناه غوښتوونکو وضعیت، څو کاله وړاندې د سوریې پناه غوښتوونکو سره توپیر لري.
د دغه آژانس په خبره، د افغانستان ناورین د سوریې خلاف په چټکې د پراخېدو په حال کې دی.
دغو مدافعانو له هېوادونو غوښتي، چې افغانان ته دې بې له دې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو یا نورو غیردولتي ادارو له لوري تشخیص شي، پناه وکړي.





