۸صبح، کابل: د کاناډا د کډوالۍ وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال تر پایه ۴۰ زره افغانان مني.
د کاناډا د کډوالۍ وزیر شان فریزر پنجشنبه د لړم پر پنځمه یوه ټویټ کې ویلي، چې تازه د افغان کډوالو دوې لېږدوونکې الوتکې تورنټو او ادمونټون ښارونو ته رسېدلې دي.
د فریزر په وینا کاناډا اوسمهال د ۲۳ زره او ۵۰۰ افغان کډوالو کوربه ده.
د کاناډا د کابینې دغه غړي تاییده کړې، چې ټاکل شوې تر یو کال او درېیو میاشتو وروسته یعني د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۴۰ زرو ته ورسېږي.
کاناډا یو له هېوادونو دی، چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته یې له خطر سره مخ افغانان منلي دي.