د تېرو څو مياشتو راپدېخوا د افغانستان په سوېلي ولايت کندهار کې د زړه حملې پېښې زياتې شوي او ډېرو کسانو د همدې ناروغۍ له کبله ژوند بایللی دی.
که څه هم روغتياپالان وايي چې د زړه حملې تر ډېره د ۴۰ کالو لوړ عمرلرونکو کسانو کې رامنځته کېږي، خو کندهار کې په تېرو دوه مياشتو کې یادې پېښې د هغو کسانو ترمنځ رامنځته شوي چې عمرونه يې له ۲۰ څخه تر ۳۰ کلونو ترمنځ وي.
روغتياپالان وايي چې د زړه حملې د رامنځته کېدو د نورو لاملونو ترڅنګ يو ستر لامل روحي فشارونه او د نامنظم چاپیريال دی.
کندهار چې د طالبانو غایب مشر ملا هیبتالله هم پکې دېره دی، د نورو ولايتونو په پرتله د طالبانو له خوا پر خلکو محدوديتونه زيات دي او د خلکو عادي ژوند هم یو څه سخت دی.
۸صبح ته د رارسېدلو راپورونو پر بنسټ په تېرو درېیو مياشتو کې د کندهار په مرکز او ولسواليو کې ۱۸ کسان د زړه حملې له کبله مړه شوي چې ډېره برخه یې ځوانان دي.
د کندهار اوسيدونکي وايي چې د طالبانو له خوا د لګول شویو محدوديتونو ترڅنګ په اوسنيو وختونو کې خلک د ډېرو خلکو ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې د کبله يې ځوانان په روحي ناروغيو اخته دي او ډېر کله پر يادو کسانو د زړه حملې راځي.
د کندهار يوه اوسيدونکي شفيعالله وطنيار چې څو مياشتې مخکې يې پلار د زړه د حملې له کبله ژوند بایللی دی، ۸صبح ته ته يې ویلي، د پلار پر زړه يې ناڅاپي درد راغی او په څو شېبو کې یې ساه ورکړه.
هغه وايي چې پلار يې په ښار کې مزدوري کوله او د خپلې مزدورۍ په ګټلو سره به يې د کورنۍ اړتياوې پوره کولې.
وطنيار چې د پلار په ژوند کې په پوهنتون کې زدهکړې کولې او اوس مهال د کورنۍ سرپرستي هم ده ته تر غاړې ده وايي، پلار يې وطنپاله او د ملي روحي درلودونکی سړی و.
دی وايي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زدهکړو بنديز د هغه پلار هم سخت خپه کړی و او تل به په دې اندېښنه کې وو چې کله به د طالبانو له خوا نجونې زدهکړو ته پرېښودل کېږي.
دی زیاتوي: «زما پلار يو مهربان او ملي فکره و، وطندوستي له غریبۍ سره تړاو نه لري، هغه به تل فکر کاوه چې کله به د نجوتو پرمخ ښوونځي پرانيستل شي، بس د خدای رضا وه پلار مو له دې دنيا څخه سترګې پټي کړي موږ ته يې تر اوسه لامل نه دی معلوم، خو زما ياد دي ډاکټرانو به مو پلار ته وويل چې ډېر تشویش مه کوه.»
د کندهار نورو اوسيدونکي هم وايي، په تېرو درېیو کلونو کې چې جمهوري نظام پرځېدلی، خلک د اقتصادي ستونزو ترڅنګ له محدوديتونو او دېرو نورو ننګونو سره مخ شوي دي.
د یاد ولايت يوه بل اوسيدونکي روزخان ۸صبح ته ویلي چې په کندهار کې د زړه حملې ډيرې پيښې د لګول شویو محدويدتونو، کاري فرصتونو د کمښت او رواني ناروغيو له کبله رامنځته کېږي.
دی زیاتوي: «د پخوا په پرتله خلک مېلې نه کوي، ځکه هغه ډول لوبو ته اوس اجازه نه ورکول کېږي، خلک يوازې کار کوي او په کور کې ناست وي، بل ستونزه دا ده چې خلک اوس دومره وس نه لري چې تفريحي ځايونو ته ولاړ شي.»
د زړه حملې لاملونه:
ډاکټران وايي غوړ خوراکونه، روحي فشار، تفريحي سيمو ته نه ورتګ،د الکولي څښاک،جنېټېک يا ارثي او زيات تشويش کول د دې لامل ګرځي چې پر خلکو د زړه حملې راشي.
د کندهار اوسيدونکی ډاکټر امينالله راحل چې په جرمني هېواد کې يې د زړه د ناروغيو په برخه کې تخصص کړی وايي، که وضعيت دغه ډول دوام وکړي ډېره ويره شته چې د کندهار ګڼ شمېر اوسيدونکي د زړه حملې پر ناروغۍ اخته شي او مړه شي.
نوموړی له خلکو غواړي چې پر خپل ځان روحي فشارونه کم کړي، څه اندازه وخت تفريحي کولو ته ورکړي او د نورو خلکو په څېر عادي اوسي.
دی وړاندې وايي: «د زړه د ناروغيو ډير لاملونه شته چې زيات غوړ خوړل، روحي فشارونه او تفريح نه کول يې په سترو لاملونو کې راځي، زموږ ځوانانو ته په کار ده چې که دغه لاملونه يې په ژوند کې راځي مخنيوي ته يې جدي وکتل شي، که وضعيت دغه ډول روان وي زه وېره لرم چې ډېر شمېر کسان به د زړه پر ناروغيو اخته شي.»
دا په داسي حال کې ده چې تېرکال په کندهار کې د یو خصوصي روغتون له خوا د زړه ناروغيو د درملني يوه ځانګړې څانګه پرانيستل شوه او د دغه روغتون د مسوولانو په وينا، د دې څانګې په پرانيستلو سره به د زړه د ناروغيو شمېر راکم شي؛ خو په دې وروستیو مياشتو کې تر بل هر وخت په دغه ولايت کې د زړه ناروغيو پېښې زياتې شوي او له کبله یې تر ډېره هغه کسان ژوند بایلي چې لوستي دي.