بهرني خبرونه

عمومي اسامبلۍ په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ کوي

عمومي اسامبلۍ په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ کوي

وروسته تر دې چې امریکا په امنیت شورا کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنه ویټو کړه، اوس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په دغه سازمان کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ کوي. فلسطین جمعه د مې پر ۱۰مه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بشپړ غړیتوب لپاره بیاغوښتنه کوي. رویټرز اژانس ورکړی چې...

رییسي: د ایران توغندیو سیسټم او پوځي وړتیا د مذاکرې وړ نه ده

رییسي: د ایران توغندیو سیسټم او پوځي وړتیا د مذاکرې وړ نه ده

د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي ویلي چې د دغه هېواد پوځي وړتیاوې او ځواک په هېڅ ډول د مذاکرې او معاملې وړ نه دی. د تسنیم خبري اژانس د راپور په حواله، رییسي دا څرګندونې پنجشنبه د مې پر ۹مه د دغه هېواد قُم ولایت ته د سفر په ترڅ کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې: «ځينو ویل چې ښايي...

ناپېژانده وسله‌والو د پاکستان په بلوچستان کې اووه سینګارونکي وژلي

ناپېژانده وسله‌والو د پاکستان په بلوچستان کې اووه سینګارونکي وژلي

د پاکستان پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په بلوچستان کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې اووه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د ډان ورځپاڼې د راپور په حواله، دا پېښه پنجشنبه د مې پر ۹مه د «ګوادر» په بندر سیمه کې شوې ده. د پولیسو په وینا، وژل شویو کسانو د سلماني کار کاوه...

روسیه: د اوکراین په ختیځ کې مو دوه کلي ونیول

روسیه: د اوکراین په ختیځ کې مو دوه کلي ونیول

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د جګړې په لومړۍ کرښه کې دوه کلي نیولي دي. مسکو ټایمز چهارشنبه د مې پر ۸مه د روسیې دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځواکونو په خارکییف کې «کیسلیوکا» کلی او د «دونتسک جمهوري خلق» په سیمه کې د «نووکالینوو» کلی تر ولکې لاندې راوستی...

د اوراسیا اقتصادي ټولنې د مشرانو غونډه په روسیه کې کېږي

د اوراسیا اقتصادي ټولنې د مشرانو غونډه په روسیه کې کېږي

روسي رسنیو په دغه هېواد کې د اوراسیا اقتصادي ټولنې (EAEU) مشرانو د غونډې جوړېدو خبر ورکړی دی. د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې دا غونډه چهارشنبه د مې پر ۸مه په مسکو کې جوړه شي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به هم د اوراسیا اقتصادي ټولنې د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي. د اوراسیا...

امریکا: غزې ته د بشري مرستو رسېدو لپاره د بندر د جوړونې کار پای ته ورسېد

امریکا: غزې ته د بشري مرستو رسېدو لپاره د بندر د جوړونې کار پای ته ورسېد

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د غزې خلکو ته د بشري مرستو د لېږد لپاره یې د بندر جوړونې کار بشپړ کړی دی. پنټاګون سې‌شنبه د مې پر ۷مه د یوې بیانیې په خپرېدو سره ویلي چې د خرابې هوا له کبله په اوسني وضعیت کې د دغه بندر چې له دوو برخو جوړ شوی، لېږدول خوندي...

ایران پر رفح د اسراییل برید غندلی

ایران پر رفح د اسراییل برید غندلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د غزې تراړې په لویدیځ کې د رفح پر سرحدي سیمې د اسراییل بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. کنعاني سه‌شنبه د مې پر ۷مه ویلي چې د ټولو نړیوالو خبرداریو او نړیوالې ټولنې له پراخ مخالفت سربېره، پر دې سیمې د اسراییل برید د دغه هېواد د «خروړوالي» ښکارندويي کوي....

اسرائیل له غزې خپل یو شمېر ځواکونه باسي

وال‌سټریټ ژورنال: امریکا پر اسرائیل د وسلو پلور ځنډولی

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې په وروستیو میاشتو کې پر اسرائیل د زرګونو وسلو او مهماتو پلور ځنډولی دی. په دغه راپور کې چې دوشنبه د مې پر ۶مه خپور شوی راغلي، واشنګټن دا کار د دې لپاره کړی چې پر رفح د اسرائیل د برید مخه ونیسي. هاخوا د اروپايي ټولنې د...

پر اسرائیلي ځواکونو د حماس راکټي بريد؛ د رفح ختیځ لپاره د تخلیې خبرداری ورکړل شو

د قطر د بهرنیو چارو وزارت: د قاهرې مذاکرات نن له سره پیلېږي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي چې د دغه هېواد ډیپلوماټیک پلاوی به د منځګړیتوب له لارې د اسرائیل او حماس ترمنځ د غیرمستقیمو مذاکراتو د بیاپیلېدو لپاره قاهرې ته لاړ شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې دا مذاکرات سې‌شنبه د مې پر ۷مه په قاهره کې پیل شي. ماجد الانصاري...

حماس د مصر او قطر په منځګړیتوب وړاندیز شوی اوربند منلی

حماس د مصر او قطر په منځګړیتوب وړاندیز شوی اوربند منلی

د راپورونو په حواله، د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د مصر او قطر په منځګړیتوب وړاندیز شوی اوربند منلی دی. الجزیرې دوشنبه د مې پر ۶مه راپور ورکړی چې اسماعیل هنیه د قطر له لومړي وزیر او د مصر د اطلاعاتو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې پر اوربند د هوکړې لپاره یې د هغوی...