په هېواد کې د بېکاري زیاتوالی؛ د کندهار ولس: وچې ډوډۍ پسې حیران یو
کندهار چې د طالبانو د غایب مشر ملا هیبتالله د راج چلونې پلازمېنه هم ګڼل کېږي، ولس یې له سختې بېکارۍ او د اقتصادي ستونزو له زیاتوالي شکايت کوي. د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د فابريکو سقوط او د خلکو د اقتصادي ستونزو زیاتوالی د دې لامل شوي چې د کاري فرصتونو کچه راټيټه شي....