• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د هېوادوالو د کنټرولولو لپاره له طالبانو سره د چین مرسته

۸صبح ۸صبح
۳۰ زمری/اسد ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳ [t_time:1692603137]

تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د چین دولت خپل یو شمېر تخنیکي کسان د طالبانو د استخباراتو د څارنې د وسایلو او سیسټمونو د ترمیم او تنظیم لپاره کابل ته لېږلي دي څو د هغو د کارندوالي کچه لوړه کړي. دغه کار د دواړو لورو په ګټه دی، له طالبانو سره مرسته کوي چې د جاسوسۍ په برخه کې د چین له مهارتونو ګټه پورته کړي او له چین سره مرسته کوي چې د طالبانو په استخباراتي دستګاه کې نفوذ ولري او اجازه ورنه کړي چې د طالبانو اړیکې له لوېدیځو استخباراتو سره د چین د حکومت له سترګو پټې شي. نن سبا ټول پوهېږي چې د قدرتونو تر منځ د جنګ او جګړې يو بنسټيز ډګر استخباراتي او جاسوسي جګړه ده او چين اجازه نه ورکوي چې په دې جګړه کې یې لوېديځ سيالان لږ تر لږه په ګاونډ کې برلاسي شي.

تر دې دمه دا د درک وړ ده. یو هېواد چې د یوې افراطي ډلې لاس ته لوېدلی او دا ډله له ډول ډول استخباراتي سازمانونو سره پر معاملو بوخته ده، چین هم ځان ته دا حق ورکوي چې لږ تر لږه د لوېدیځو استخباراتي سازمانونو په کچه ورسره په اړیکه کې وي، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره، چې طالبان به په خپلې سختې استبدادي تګلارې سره په اوږدمهال کې د چین ستراتیژیک متحدین وي، که څه هم دوی په تاکتیکي توګه هڅه کوي چې د لوېدیځو هېوادونو باور خپل کړي او نورې پیسې ترلاسه کړي. د طالبانو په استخباراتي دستګاه کې ډېر افغان او غیر افغان عناصر شته چې له کلونو راهیسې له بېلابېلو استخباراتي سازمانونو سره اړیکې لري او اوس هم هغوی ته اطلاعات لېږدوي او په بدل کې یې د پام وړ پیسې او اسانتیاوې ترلاسه کوي. هغه واکمني چې د استخباراتو زېږنده وي، له دې پرته د بل څه تمه ترې نه شي کېدای، او دا لوبه دومره ژر پای ته نه رسېږي.

هغه څه چې د افغانانو لپاره د اندېښنې وړ دي، یو بل ګام دی چې د نویو خپرو شویو څېړنیزو رپوټونو له مخې د چین حکومت له طالبانو سره د همکارۍ په موخه اخیستی او هغه د ښارونو کچې ته د څارنې د ساحې غځول او د داسې دستګاوو نصبول دي چې کولای شي د هر یوه هېوادوال څېرې وپېژني او چلند یې ثبت کړي. د مصنوعي ځيرکتیا په زياتېدونکي پرمختګ سره چې هره ورځ یې کوي، ټول ترلاسه شوي معلومات د کوانټم کمپيوټرونو په مرسته چې کارول یې په پرمختللیو چينايي سازمانونو کې معمول دي، په اسانۍ سره تجزیه او تحليل کېداى شي او له دې لارې ان د انسانانو ذهن او روان هم لوستل کېدای شي. په دې وضعیت کې د خصوصي حریم په نوم څه نه پاتې کېږي او انسانان به په خپل داخلي خلوت کې هم یوازې نه وي. په واقعیت کې له دې لارې انسانان هک کېدای او د شیانو او وسایلو کچې ته راټیټېدای شي، هماغه کار چې د چین د وګړو په حق کې هم څه نه څه روان دی.

تر دې وړاندې د افغانستان خلکو د چین په اړه ښه تصویر درلود او هغه یې د یو داسې ګاونډي په توګه ګاڼه چې د افغانستان له کورنیو اختلافونو او شخړو ځان لیرې ساتي او نه غواړي چې د یوې ډلې په ګټه او د بلې ډلې په تاوان عمل وکړي. د چین دغه تګلاره چې د افغانانو په کورنیو چارو کې یې له لاسوهنې ډډه کوله، پر دغه ګاونډي د یو ډول باور او ترې د ډاډمنتیا لامل شوې وه. خو د دې تګلارې بدلېدل او له طالبانو سره د چین د دولت نېږدې کېدل او په ځانګړې توګه د هېوادوالو د زیاتېدونکي کنټرول په برخه کې له دغې ډلې سره مرسته، ښايي په لنډ مهال کې سیاسي ګټې ولري، خو په اوږد مهال کې د چین په تړاو د افغانانو ترمنځ د پراخې بې باورۍ لامل کېږي، چې یقیناً به د دواړو ګاونډیو هېوادونو لپاره به ناوړه پایلې ولري. سیاسي واکمنۍ ځي او ملتونه پاتې کېږي. د ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اوږدمهالې دښمنۍ تخم باید د یو ملت له ځپونکو سره د مرستې په مټ ونه کرل شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
ټرمپ د ناقانونه کډوالو لپاره د فډرالي بودجې د کارولو د بندېدو فرمان لاسلیکوي
بهرني خبرونه

ټرمپ پنټاګون ته امر کړی چې د اټومي وسلو ازمایښتونه بیا پیل کړي

۸ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761829688]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.