۸صبح، کاپیسا: کاپیسا ولایت کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو پر یوې پوستې له وسلهوال برید څخه خبر ورکوي.
سرچینې شنبه د لړم پر اوومه نېټه وایي، چې دغه برید جمعهشپه د لړم پر شپږمه د کاپیسا ولایت په «رېګ روان» سیمه کې شوی دی.
سرچینې د دغه برید د عاملانو او تلفاتو په اړه څه نه وایي؛ خو د ازادۍ جبهې یې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د ازادۍ جبهې د خبرپاڼې او ویډیو په خپرولو د طالبانو پر یوه مرکز د برید ادعا کړې ده.
د ازادۍ جبهې د خبرپاڼې له مخې د دغه برید په پایله کې درې طالبان مړه او څلور نور طالبان ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې موده مخکې هم د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمو کې د طالبانو پر یوه رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو طالب مړ او یو بل طالب ټپي شوی و.
د ازادۍ جبهې د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست او ادعا یې وکړه، چې د دې پېښې په پایله کې درې طالبان مړه او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.