• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

اقليمي بدلون او خاموشه سونامي؛ سېلابونه د ټولنې له بېوزلو قرباني اخلي

امین کاوه امین کاوه
۴ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724598418]
8am.media

8am.media

د نړيوالو بنسټونو د راپورونو په حواله، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې له اقليمي بدلون څخه ډېر اغېږمن دی. د روان لمريز کال له پېله تر اوسه د دغه هېواد په ګڼو ولایتونو کې ځپوونکي سېلابونه راووتل چې سلګونه کسان يې مړه او زرګونه نور يې زيانمن کړي دي. تازه په پروان، کاپيسا، پنجشير، کابل، پکتيکا، ميدان‌وردګ، ننګرهار او غزني کې سېلابونه راوتلي چې زرګونو کسانو ته يې زيان اړولی دی. دا سېلابونه هغې خاموشې سونامۍ ته ورته دي چې نږدې هره اوونۍ له خلکو قرباني اخلي، داسې چې د مقابلې لپاره يې اړين تياری نه شته. طالبان بیا د پيسو په راټولولو او عامه شتمنيو په لوټلو بوخت دي او په ناقانونه او نامسلکي توګه يې د کانونو استخراج ته دوام ورکړی دی. د ساموئل‌هال په نوم يو څېړنیز بنسټ راپور ورکړی چې افغانستان د اقليمي بدلون د اغېزو له اړخه د ۱۷۰ هېوادونو په ډله کې اتم ځای لري او دغه راز، د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي بیا د اقليمي بدلون له ټکانونو اغېزمن دي.

وروستيو سېلابونو په پروان، کاپيسا، پنجشير، کابل، پکتيکا، ميدان‌وردګ، ننګرهار او غزني کې درانه مالي زيانونه اړولي دي. سېلابونو استوګنيز کورونه، سړکونه، د اوبو بندونه، د برېښنا ستنې، کرنيزې ځمکې او دوکانونه زيانمن کړي؛ خو د رامنځته شویو زيانونو په اړه کره شمېرې نه شته.

په کاپيسا کې طالب چارواکو ويلي چې د دغه ولايت په نجراب ولسوالۍ کې وروستيو سېلابونو سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، کورونه او ۱۱ هټۍ ویجاړې کړې دي. دغه راز، د نجراب ولسوالۍ په درې غوث کې يې څو کيلومتره سړک او د اوبو ۳۲ سربندونه اغېزمن کړې دي.

سږکال په پنجشير کې هم ځپوونکي سېلابونه راووتل. وروستيو سېلابونو په عنابې او رخې ولسواليو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، د اوبو لسګونه کانالونه، د برېښنا بندونه او زرګونه پلونه او پلچکونه ويجاړ کړې دي.

په ننګرهار کې بيا د وروستيو سېلابونو لامله يو ماشوم مړ شوی او د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ژوبل شوې دي. دغو سېلابونو لسګونه کورونه او دوکانونه، يو دولتي روغتون، لسګونه پلونه او پلچکونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه اغېزمنه کړې ده. دغه راز، د کابل ښار په ځینو سيمو کې ږلۍ او سختو ورښتونو بیا مالي زيانونه اړولي دي.

په غزني او پکتيکا کې د وروستيو سېلابونو له کبله درې کسان مړه شوي او سلګونه جريبه ځمکه او کورونه یې زيانمن کړې دي. په غزني کې سرچينو ويلي چې سېلابونو د ده‌يک ولسوالۍ په شيربز کلي کې يوه ښځه مړه کړې او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې زيانمنه کړې ده.

تېره اوونۍ د ميدا‌ن‌وردګ په بهسودو ولسوالۍ کې هم له سختو ورښتونو وروسته سېلابونه راووتل چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۵ کورونه، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، د تک‌راتګ لارې او د اوبو کانالونه ويجاړ شوې دي.

د ساموئل‌هال (Samuel Hall) په نوم څېړنیز بنسټ په یو راپور کې ویلي چې افغانستان له اقلیمي بدلونه د زیانمنتیا له اړخه د ۱۷۰ هېوادونو په کتار کې اتم ځای لري. د نوموړي بنسټ په وینا، د افغانستان نږدې ۶۰ سلنه وګړي د اقلیمي بدلون له ټکانونو اغېزمن شوي او له وچکالۍ، سېلابونو او اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره یې وړتیا کمه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې اقلیمي بدلون محصولاتو او اوبو ته لاسرسی پام وړ کم کړی او کروندګر اړ شوي چې د اوبو کم لګښته پایداره لارې چارې ولټوي. په راپور کې ویل شوي چې دا وضعیت د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو، د ژوند لګښتونو زیاتېدو، کډوالۍ او د ټولنې د اړیکو د کمزوري کېدو لامل شوی دی. د نوموړي بنسټ په خبره، د عصري تخنیکونو سره د دودیزې پوهې ادغام او د اقتصادي او ټولنیز ملاتړ سیسټمونو پیاوړي کول بیا د دې اغیزو کمولو لپاره خورا مهم دي.

په راپور کې راغلي چې د خلکو دودیزه پوهه دې د تطبیق وړ ستراتیژیو په جوړولو کې وکارول شي. په راپور کې ویل شوي چې له اقلیم سره د سازګارۍ تدبیرونو د پراختیا په برخه کې د ښځو ګډون د لا زیاتې دوامدارې او کلتوري حللارې ډاډمنوي.

دغه راز، په راپور کې وړاندیز شوی چې د اوبو د پروژو په ډیزاین کې باید د ځمکې لاندې او سطحې اوبو د کارونې تر منځ انډول وساتل شي او که په کافي اندازه سطحي اوبه وي، د ځمکې لاندې اوبو را ایستلو پروژو ته دې اجازه نه ورکول کېږي. د راپور لیکوالانو زیاته کړې چې سطحې اوبه باید وکارول شي او د ځمکې لاندې اوبو سرچینې دې د ستراتیژیکو زېرمو په توګه وساتل شي.

یاد بنسټ په خپل راپور کې زیاته کړې چې د کلیوالو سیمو اوسېدونکي له ګڼو ننګونو سره مخ دي او په خبره یې، ان د خبرداري یو لومړنی سیسټم هم نه لري. په راپور کې ټينګار شوی چې د سیلابونو او نورو طبیعي پیښو زیانمنونکو سیمو ته دې د بیړني خبرتیا سیسټم جوړ شي.

بل پلو، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونه د ماشومانو لپاره بېړنی او دوامداره ګواښ دی. د نوموړي بنسټ په خبره، په افغانستان کې ماشومان له اغېزمنو کسانو دي چې ژوند او راتلونکی یې د اقلیمي بدلون په پاېله کې له ګواښ سره مخ دی.

یونیسف ویلي چې افغانستان د ماشومانو لپاره د اقلیمي بدلون د ګواښ په شاخص کې د ۱۶۳ هېوادونو په ډله کې پنځلسم ځای لري.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د مې میاشتې په سېلابونو کې لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن شوي دي. نوموړي بنسټ په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي چې ورښتونو د افغانستان په څو ولایتونو په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې ورانی کړی دی. یاد بنسټ زیاته کړې چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. د راپور په حواله، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري او د دغه هېواد ۴۸ سلنه وګړي بیا د بېوزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي.

نړیوال بانک هم ویلي چې نړۍ د اقلیمي بدلون له یو بشپړ توپان سره مخ دی چې په خبره یې، دا حالت نابرابري لا پسې پراخوي او ډېر وګړي به د بېوزلۍ پر لور رهي کړي. د نوموړي بانک په وینا، روغتونونه او سړکونه دې جوړ شي چې د طبیعي پېښو او ورښتونو پر وړاندې مقاوم وي او کروندګرو ته دې د کرکېلې لارې چارې وروښوول شي؛ څو د شین‌کوړیزو ګازونو د خپرېدو په مقابل کې لاډېر مقاومت ولري.

د یادونې ده چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د خلکو پر ژوند او چاپېریال پام وړ اغېز کړی دی. افغانستان د دنګو غرونو، پراخو دښتو او وچو او نیمه‌ وچو سیمو له کبله د اقلیم بدلون پر وړاندې اغېزمن هېواد ګڼل کېږي. د تودوخې لوړوالی، د اوبو کمښت او وچکالي بیا د موسمي بارانونو د بدلون لامل شوی چې دې چارې د خوراکي توکو پر امنیت او وګړو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.

په افغانستان کې اقلیمي بدلون ډیر چاپیریالي زیانونه لکه د خاورې تخریب، د حیاتي تنوع کمښت او په بیلابیلو ایکوسیسټمونو کې بدلونونه رامنځته کړې دي او دا ټول عوامل بیا د سیلابونو او نورو طبیعي پیښو د زیاتوالي لامل شوي چې زیربناوې او د خلکو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه
خبرونه

اوچا: تېر کال وچکالۍ د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې ۳.۴ میلیونه کسان اغېزمن کړي

۱۴ غويی/ثور ۱۴۰۵ - ۴ مې ۲۰۲۶ [t_time:1777892498]
د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
په افغانستان کې زلزلې او وچکالۍ بشري بحران ژور کړی
خبرونه

په افغانستان کې زلزلې او وچکالۍ بشري بحران ژور کړی

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759586367]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.