په افغانستان کې زرګونه نجونې داسې مهال خپل وخت په کورونو کې تېروي، چې د زدهکړو له بندېدو مخکې یې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ او د خپلواکې راتلونکې د جوړولو لپاره پلانونه لرل. ځينې له شپږم ټولګي تر فراغت وروسته د رسمي زدهکړو د دوام اجازه نه لري او له کلونو تېرېدو وروسته هم له ښوونیز چاپېریاله لرې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۶ کال په اګست کې خبر ورکړ چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو د محدودېدو له امله څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي. څه باندې پنځه کاله کېږي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو پر منځینو او لوړو زدهکړو بندیز لګېدلی دی.
هغه نجونې چې له ښوونځي پاتې دي، کور ورته یوازې د ژوند ځای نه دی؛ ډېرو ته یې د کتاب لوستلو او بېرته ټولګي ته د ستنېدو پر انتظارځای بدل شوی دی. ۱۶ کلنه مریم (مستعار نوم) وايي چې د شپږم ټولګي له پای ته رسولو وروسته یې فکر نه کاوه چې نور به ښوونځي ته د بېرته تګ اجازه ونه لري. هغه وايي: «کله چې ښوونځي وتړل شول، ګومان مو کاوه چې څو میاشتې وروسته به بېرته پرانیستل شي. خو میاشتې او کلونه تېر شول. لا مې هم خپل کتابونه ساتلي دي. کله کله یې رااخلم او لولم یې، خو دا د ښوونځي او ښوونکي ځای نه شي نیولی.»
مریم وايي، پر زدهکړو له بندیز مخکې یې غوښتل چې په راتلونکي کې پوهنتون ته لاړه شي او یو ځانګړی مسلک ولري؛ خو اوس خپل وخت په کور کې تېروي.
اوږده موده له زدهکړو لرې پاتې کېدل یوازې د تحصیلي کال تر له لاسه ورکولو محدوده نه ده. هغه نجونې چې څو کاله له ښوونیز چاپېریاله لرې کېږي، ښايي د زدهکړو ځینې مهارتونه له لاسه ورکړي او د زدهکړو او مسلکي پرمختګ فرصتونه یې کم شي.
یونیسف د افغانستان د ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ښوونځي عمر څه باندې ۲.۱۳ ماشومان له ښوونځي بهر پاتې و چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې وې. زینب چې له ښوونځي پاتې ده، وايي تر ټولو لویه اندېښنه یې دا ده چې د وخت په تېرېدو به یې د زدهکړو د دوام فرصت لا ستونزمن شي. نوموړې وايي: «کله چې خپل ملګري وینم چې درس وايي او د پوهنتون په اړه خبرې کوي، ګومان کوم چې ترې شاته پاتې یم. لا هم غواړم درس ووایم، خو نه پوهېږم چې کله به دا چانس راته برابر شي.»
ځینې نجونې هڅه کوي له زدهکړو او مطالعې څخه لرې پاتې نه شي، په کور کې کتابونه لولي یا له انلاین ښوونیزو پروګرامونو او نارسمي کورسونو ګټه اخلي. خو انټرنېټ ته لاسرسی، د کورسونو لګښتونه، د وسایلو کمښت او د دوامدارو ښوونیزو پروګرامونو نشتوالی هغه ننګونې دي چې ټولو نجونو ته د انلاین زدهکړو کارونه ناشونې کوي.
۱۵ کلنه بهار (مستعار نوم) وايي: «هڅه کوم چې په کور کې درس ووایم. کتابونه لولم او کله کله په انټرنېټ کې درسونه پیدا کوم، خو کله چې څو ساعته برېښنا نه وي یا انټرنېټ کمزوری وي، نه شم کولی په سمه توګه درس ووایم.»
یونیسف هم په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو د دوام لپاره د ټولنې پر بنسټ ښوونیز پروګرامونه او بدیلې زدهکړې د یوې لارې په توګه یادې کړې دي. په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۴۲ زرو ماشومانو د ټولنې پر بنسټ له ښوونیزو پروګرامونو ګټه اخیستې چې ۶۶ سلنه یې نجونې وې.
ساره (مستعار نوم) چې له څو کلونو راهیسې له ښوونځي لرې پاتې، وايي هڅه کوي د کتابونو او انلاین زدهکړو له لارې خپل مهارتونه وساتي. هغه زیاتوي: «نه غواړم چې څو کاله وروسته داسې احساس وکړم چې هر څه مې هېر وي. هره ورځ هڅه کوم یو څه زده کړم؛ انګلیسي، کمپیوټر یا کتاب لوستل. خو دا ښوونځي ته له تګ سره توپیر لري.»
د ساره په خبره، هغه څه چې تر ټولو ډېر یې نشتوالی احساسېږي، له ښوونکو او ټولګیوالو سره اړیکه ده.
له زدهکړو محرومیت یوازې د نجونو پر تحصیلي راتلونکي اغېز نه کوي. یونیسف خبرداری ورکړی چې د محدودیتونو دوام ښايي افغانستان په راتلونکو کلونو کې د ښځینه متخصصانو، په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
د یونیسف د یوې شننې له مخې، که محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیاپالې له لاسه ورکړي. په لومړنیو زدهکړو کې د ښځینه ښوونکو شمېر هم په ۲۰۲۲ کال کې له نږدې ۷۳ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته راکم شوی دی.
سمیه چې مور ده، وايي اندېښنه یې یوازې د خپلې لور د نن په اړه نه ده. هغه زیاتوي: «لور مې غواړي ډاکټره شي. نه پوهېږم چې کله څو کاله له زدهکړو لرې پاتې شي، څنګه به خپلې هیلې ته ورسېږي. موږ غواړو چې هغه زدهکړې وکړي او خپله راتلونکې خپله جوړه کړي. د هغو نجونو لپاره چې له ښوونځي پاتې دي، د هر کال تېرېدل یوازې د وخت تېرېدل نه دي؛ بلکې هغه کلونه دي چې کولی یې شوای په ټولګي کې واوسي، ازموینې ورکړي، مهارتونه زده کړي او پوهنتون ته د ننوتلو او کاري بازار ته د چمتووالي لپاره ځانونه برابر کړي.»
یونیسف د ۲۰۲۶ کال په اګست کې وویل چې څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې او خبرداری یې ورکړی چې له ښوونځي لرې نجونې د کم عمره ودونو، ناوړې ګټې اخیستنې او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي له ګواښونو سره مخ کېدای شي.
له دغو ننګونو سربېره، لا هم ځينو نجونو کتابونه نه دي پرېښي. ځینې په کورونو کې مطالعه کوي، ځینې انلاین زدهکړو ته مخه کړې او ځینې نورې د کتابلوستنې په حلقو او نارسمي ښوونیزو پروګرامونو کې ګډون کوي.
خو د ډېرو نجونو بنسټيزه غوښتنه ساده ده: بېرته ټولګي ته ستنېدل، له ښوونکې زدهکړې، له ټولګیوالو سره لیدل او د هغې لارې دوام چې د ښوونځیو د دروازو تر تړل کېدو مخکې یې پیل کړې وه. مریم وايي: «زه لا هم غواړم درس ووایم. لا هم خپلې راتلونکې ته هیله لرم. یوازې نه غواړم نور ډېر کلونه هم په تمه پاتې شم.»





