ملي دفاع وزارت اعلام کړی چې په بغلان ولایت کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې اته پوځیان د طالبانو له بنده خوشي شول.
د ملی دفاع وزارت د اعلام له مخې، دغه عملیات د غبرګولي په دوهمه نېټه د نوی بغلان په عمرخیلو کلي کې ترسره شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
له دې مخکې هم ملي دفاع وزارت په بغلان کې د طالبانو له بنده د امنیتي ځواکونو د خوشي کولو خبر ورکړی و.
له تېرو څو اونیو راهیسې په بغلان ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.