• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د یوې محلي پېښې په توګه د سپټمبر د یوولسمې یادونه

چارلز سنوت چارلز سنوت
۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790614386]
Exclusive

Exclusive

لنډیز: که دا برید نن او د سیمه‌ییزو رسنیو د کړکېچ په منځ کې شوی وای، څه به پېښ شوي وای؟

پنځه ویشت کاله مخکې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پر سهار، په لندن کې له یوې لارۍ د وسایلو په ښکته کولو بوخت وم. تازه مې د «بوسټن ګلوب» ورځپاڼې د منځني ختیځ د دفتر د مشر په توګه پنځه کلنه دنده پای ته رسولې وه؛ هغه مهال په سیمه کې انتفاضه تاوتریخوالی روان و، په ځانګړې توګه د مسافر وړونکو موټرو چاودنې چې ورځ تر بلې مو د اوسېدو ځای ته نږدې کېدې. تازه لندن ته رسېدلی وم څو د دغې ورځپاڼې د اروپا دفتر د مشر په توګه خپله نوې دنده پیل کړم.

په هغه برخلیک ټاکونکي سهار کې مو وخت ونه موند ټلویزیون، کېبلي شبکه یا انټرنېټ فعال کړو؛ خو د وسایلو د ځای پر ځای کولو پر مهال مې د خوښې وړ «سوني» لنډې څپې راډیو چالانه کړې وه. بي‌بي‌سي ته غوږ وم او د ګرینویچ پر وخت د ماسپښین له ۱:۴۶ بجو یوازې څو شېبې وروسته، د «راډیو ۴» عادي خپرونې د بېړنیو خبرونو د خپرولو لپاره ودرول شوې. لومړنۍ الوتکه تازه د نړیوال سوداګریز مرکز له شمالي برج سره لګېدلې وه. اوولس دقیقې وروسته، دویمه تښتول شوې الوتکه هم له برج سره ولګېده. هماغه شېبه نړۍ بدله شوه. پر امریکا برید شوی و او ډېر ژر به دا هېواد جګړې ته ننوځي.

اته کاله مخکې د «نیویارک ډیلي نیوز» ساحوي خبریال وم او پر نړیوال سوداګریز مرکز مې لومړني برید ته پوښښ کاوه؛ دا د یوه موټربم په وسیله د برجونو د نړولو ناکامه هڅه وه چې البته د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو ته یې لومړنۍ او خامه طرحه وړاندې کړه. په «ډیلي نیوز» کې مې راپورونه هغه لامل و چې ما ته یې په بوسټن ګلوب کې د منځني ختیځ د خبرونو د پوښښ دنده راوسپارله.

د سپټمبر د ۱۱مې د خبرونو له خپرېدو سره هممهاله مې د ګرځنده ټیلیفون له لارې په ټول منځني ختیځ کې له سرچینو سره اړیکې پیل کړې او هغه څه مې تایید کړل چې هره شېبه لا روښانه کېدل: د امریکا پر وړاندې د اسامه بن لادن د ۱۹۹۸ کال د «جهاد» په اعلامیه کې د نړۍ د پای تصور، په نه انکارېدونکي ډول د عملي کېدو په حال کې و.

سملاسي مې په تېرو اتو کالو کې د خبریالۍ پر مهال د ټولو معلوماتو لیکل پیل کړل چې تر دې شېبې مې ترلاسه کړي و؛ د ۱۹۹۳ کال سیمه ییزې چاودنې پېښه اوس پر امریکا د یوه نړیوال برید په پېښه بدله شوې. پوه شوم چې له تښتول شویو څلورو الوتکو دوه یې زما له ټاټوبي، بوسټن، څخه الوتلې وې. له همدې امله، د «بوسټن ګلوب» لپاره د سپټمبر ۱۱مه په څرګند ډول یوه سیمه‌ییزه خبري پېښه هم وه. ما د دغو الوتکو له ګڼو مسافرو سره پېژندل.

د سپټمبر تر ۱۹مې تاجکستان ته ورسېدم او یوازې یوه ورځ وروسته د افغانستان پر لور روان شوم؛ هغه هېواد ته چې لا هم طالبان واکمن و او القاعده ښکاره فعالیت کاوه. موږ د «شمالي ټلوالې» اړوند په یوې زړې باروړونکې الوتکې کې افغانستان ته دننه شو؛ شمالي ټلواله د هغو وسله‌والو ډله وه چې د طالبانو په نسکورولو کې یې له امریکا سره ایتلاف کړی و. ما د راتلونکو پنځو کالو لپاره د «ګلوب» ورځپاڼې په استازیتوب دغې پېښې ته پوښښ ورکړ.

اوس، د سپټمبر له ۱۱مې کلونه وروسته، فکر کوم چې د هغه مهال او اوسنيو امریکايي خبري بنسټونو د نړیوالو خبرونو پوښښ څنګه کړی دی. په ډاډ سره ویل کېدای شي چې د «بوسټن ګلوب» هغه ژمنتیا چې د خبرونو د پوښښ لپاره یې لرله نن بې‌سارې ښکاري او په ډاډ سره ویل کېدای شي چې اوس داسې ورځپاڼه نه شته چې خپلو لوستونکو ته د نړۍ په اړه د ګلوب په کچه ژور پوښښ وړاندې کړي. ګلوب لا هم په امریکا کې د ځینو غوره څېړنیزو راپورونو خپرولو ته دوام ورکوي، خو اوس د نړیوالو خبرونو څانګه نه لري.

په ۱۹۹۳ کال کې «نیویارک ډیلي نیوز» ورځپاڼې، زموږ د جنايي راپورونو تمرکز پر هغو شکمنو او سختدریځو جوماتونو واړاوه چې دغو کسانو په نیوجرسي او بروکلین کې ترې سر راپورته کړی و. خو د ښاري څانګې مدیر بیل بویل، زه ولېږلم چې هغه سیمې تر پوښښ لاندې ونیسم چې د بم اېښودلو شکمن ترې راغلي و؛ هغو راپورونو تر مصر، سوډان، لوېدیځې غاړې او پاکستان پورې ورسولم، څو د اسلامپالنې په هغه راټوکېدونکي غورځنګ کې د دوښمنۍ ریښې وارزوم چې وروسته د «القاعده» په نوم وپېژندل شو. نن «نیویارک ډیلي نیوز» د یوې پانګهوالې کمپنۍ ملکیت دی چې هره ډالر ترې راباسي او دا رسنۍ یې له ځوړ سره مخ کړې؛ اوس یې د خبریالانو شمېر ډېر کم شوی او سرچینې یې په سختۍ د ښار د څنډو د پوښښ لپاره بسنه کوي، د منځني ختیځ په اړه د ژورو راپورونو د یوې لړۍ چمتو کول خو لرې خبره ده. د ډیلي نیوز د ۱۹۹۳ کال د مقالو لړۍ د «ترهګرۍ تخمونو» تر سرلیک لاندې خپره شوه چې د راتلونکو پېښو په اړه یوه خورا اینده نګره طرحه وه.

اوس داسې ژور راپورونه ډېر لږ ترسترګو کېږي. په امریکا کې لا هم ځینې لوی خبري بنسټونه شته چې د میداني پراخو او مهمو راپورونو د چمتو کولو لپاره امکانات برابروي؛ لکه نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ، اسوشیټېډ پرېس، سي‌اېن‌اېن او اېن‌پي‌ار. همدارنګه نړیوالې خبري رسنۍ لکه بي‌بي‌سي، ګارډین او ګڼې نورې هم شته چې زړور خبریالان یې لا هم د جګړو ښکېلو هېوادونو لکه اوکراین او ایران ته د راپور ورکولو لپاره سفرونه کوي.

خو د یوې داسې خبري هڅې مفکوره چې په محلي کچه یوې نړیوالې پېښې ته پوښښ ورکړي، عملاً نه شته. لامل یې څه دی؟ باوري اطلاعات هېڅکله لوستونکو ته تر دې کچې ارزښتناک نه و. موږ په ډګر کې سترګو او غوږونو ته اړتیا لرو؛ خو ورځ تر بلې د هغو خبریالانو شمېر کمېږي چې په لومړۍ کرښه کې حضور ولري، لویو پېښو ته پوښښ ورکړي او مخاطبانو ته په کورونو کې د دغو پېښو محلي اړخونه وښيي.

ولې دا موضوع ارزښت لري؟ باوري یم چې د هغو لیدلورو له لارې چې مخامخ د لوستونکو او لیدونکو له اندېښنو سره تړاو لري، هغوی د پېښو د متن او اصلي جریان پر لور راکاږلی شو. دا کار کولی شي ټول نه یوازې لا ډېر باخبره کړي، بلکې له نړۍ سره مو اړیکې هم پراخولی شي.

له همدې کبله، دا مقاله د «خبر نړیوالې ورځې» د یوې برخې په توګه چې د سپټمبر له ۲۸مې سره برابره ده، لیکم. دا ورځ به له څه باندې ۱۰۰ هېوادونو له ۱۰۰۰ ډېرې خبرخونې په ګډه ونمانځي او «ګرونډ تروت» رسنۍ هم پکې د حضور ویاړ لري. د دغې ورځې ټاکل تصادفي نه دي: د سپټمبر ۲۸مه د یونیسکو له خوا «اطلاعاتو ته د ټولو لاسرسي د نړیوالې ورځې» په توګه هم پېژندل شوې او څنګه چې ترسره کوونکي یې وايي، دا یو تصادف نه دی. هغوی باوري دي چې د پوهېدو حق مو هغه مهال رښتینی کېږي چې یو څوک اطلاعات د لاسرسي وړ، کره او تضمین یې ډاډمن کړي.

دا هغه ماموریت دی چې یوازې د سیمه‌ییزو خبرونو د یوه پیاوړي بنسټ په لرلو سره بریالی کېدای شي. په داسې حال کې چې د امریکا په بېلابېلو برخو کې سیمه‌ییزې رسنۍ په چټکۍ د زوال پر لور روانې دي او یو بل پسې «خبري دښتې» رامنځته کېږي، ټول باید اندېښمن واوسو. د سیمه‌ییزو خبرونو دا رکود نړیواله پدیده ده چې په ټوله نړۍ کې ډیموکراسۍ کمزورې کوي او د حقیقت مفهوم له منځه وړي.

موږ ډېر کارونه په مخکې لرو څو د حقیقت د مفهوم د بېرته راژوندي کولو لپاره یوه لار ومومو او دا کار مو له کور او چاپېریاله پیلېږي. دا هڅه د سیمه‌ییزو خبرونو له بیا راژوندي کولو پیلېږي.

یادښت: د دغه یادښت سپارښتنه د «خبر نړیوالې ورځې» په مناسبت شوې. بیاخپرونکې دې پورته پراګرافونه هماغسې خپاره او د اصلي لیکوال نوم دې یاد کړي. بیا خپرول او ژباړه یې وړیا ده، په دې شرط چې ژباړه د متن اصلي منځپانګه انعکاس او مانا یا مضمون یې بدل نه کړي. د لنډیز یا رسنیز سبک سره د سمون لپاره واړه سمونونه د همدغه اصل پر بنسټ جواز لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ګوټرېش راپور؛ بشري ناورین لاپسې زیات شوی او  د طالبانو ځپونکي تګلاره لا سخته شوې
بهرني خبرونه

ګوتېرېش د څه باندې ۱۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته د کډوالۍ لپاره د خوندي لارو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791831090]
ټرمپ د امریکا د مشرانو جرګې له خوا د جګړې د صلاحیتونو د پرېکړه لیک تصویب «بې‌وخته او بې‌مانا» وباله
بهرني خبرونه

ټرمپ له روسیې سره د ډیزلو تېلو د برابرولو هوکړه «سم انتخاب» بللی

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791826700]
په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته
خبرونه

په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791823939]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.