۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې په پکتیا کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې اوو پاکستاني نظامیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
باختر خبري اژانس شنبه د تلې پر ۲۵مه راپور ورکړی چې دا نښته نن د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د کرښې په اوږدو کې شوې ده.
له دې مخکې ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې په ډنډ پټان کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او پاکستان پر سیمه توپچي ډزې کوي.
د سرچینو په خبره، په دې نښته کې ځينې کورنۍ په خپلو کورونو کې بند پاتې وې او ځینو نورو هم خپلو کورونه پرېيښې و.





