۸صبح، بلخ: د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان خبرداری ورکوي، چې که د دغه ولایت د روږدو کسانو د درمنلې روغتون مالي ستونزو ته رسېدنه ونه شي، دا روغتون به له فعالیته پاتې شي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست سرپرست نجیبالله توانا ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه ولایت کې له ۸۰ زرو زیات روږدي شته؛ خو د روږدو کسانو د روغتون مالي ملاتړو له ملاتړه لاس اخیستی او هغوی د روغتون فعال ساتلو لپاره بدیلو سرچینو ته لاسرسی نه لري.
د توانا په خبره، پخوا یو بهرني مرستندویه بنسټ په بلخ کې د روږدو د درملنې له پنځو مرکزونو ملاتړ کاوه، چې د دغه بنسټ د مرستو له بندېدو وروسته دوه هغه مرکزونه چې ډېری روږدې مېرمنې پکې وې، دوه میاشتې وړاندې د مالي ستونزو له کبله یې چارې وځنډول شوې.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست سرپرست وايي، که د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته پاملرنه ونه شي، یوازینی فعال مرکز به هم له فعالیته پاتې شي.
د بلخ د روغتیايي مسوولانو په خبره، پخوا د روږدو د درملنې هر پړاو له درېیو تر شپږو میاشتو وخت نیوه؛ خو اوسمهال د درملنې یو پړاو ۲۱ ورځو ته راکم شوی دی.