۸صبح، کابل: د پولنډ په «کراکوف» ښار کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د ارزونې کنفرانس جوړ شوی دی.
دا کنفرانس چې چهارشنبه د تلې پر ۲۲مه جوړ شوی و، ځینو څېړونکو او محصلانو پکې برخه اخیستې وه.
په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، پر ښځو او نجونو لګېدلو محدودیتونه او پر قومي او مذهبي ډلو فشارونه ارزول شوي دي.
په یاګیلونیا پوهنتون کې د دوکتورا څېړونکي بسمالله تابان ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له خپلو بنسټيزو حقونو لکه زدهکړو، کار او په ټولنیز ژوند کې له ګډونه محرومې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې مخکېني افغان او امنیتي ځواکونه، رسنیز کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعان هم په تېرو پنځو کالو کې له زورزیاتي سره مخ و.
تابان پر قومي او مذهبي ډلو په ځانګړې توګه پر هزاره ګانو فشارونه او د کابل په لویدیځ کې د جبري بې ځایه کولو اړوندو راپورونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د نوموړي په خبره، دغو اقداماتو د مالکیت حقونو په اړه اندېښنې راپارولې دي.
یاد څېړونکي له ګډونوالو غوښتي چې په نړیواله کچه د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او زیانمنو ډلو د وضعیت د انعکاس لپاره هڅې وکړي.
هغه د افغان نجونو له زدهکړو پر ملاتړ هم ټينګار کړی دی.
د غونډې جوړوونکو ویلي چې د دغه کنفرانس موخه د افغانستان پېژندل، د دغه هېواد د پرمختګونو په اړه د پولنډ د وګړو د پوهاوي لوړول او له افغانانو د ملاتړ د لارو چارو په اړه د خبرو د زمینې برابرول و.





