۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) وايي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه څلور پخواني نظامیان وژل شوي دي.
دغه بنسټ پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه، په یوه راپور کې ویلي، چې په دې موده کې یې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د خپلسرو نیونو او توقیف ۱۴ پېښې مستندې کړې دي.
یوناما په خپل تازه راپور کې وايي، هغه پخواني حکومتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو پخواني غړي چې افغانستان ته راستانه کېږي، لا هم د بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ دي.
دا خطر په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د مشر له لوري د عمومي بښنې له اعلان سره سره دوام لري.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د پخواني حکومت د غړو او امنیتي ځواکونو لپاره عمومي بښنه اعلان کړه.
خو د ملګرو ملتونو په راپورونو کې په ځلونو د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو او د پخواني حکومت د چارواکو د نیولو، ګواښلو او وژلو پېښو ته اشاره شوې ده.





