۸صبح، هلمند: په هلمند کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو د نصیر احمد په نوم د یوه پخواني نظامي مړۍ پرون خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
سرچینو پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې نصیر احمد پنځه میاشتې مخکې په هلمند کې د طالبانو د استخباراتو لهخوا د سیمهیېزو پولیسو له پخواني قوماندان اللهداد بادیزي سره یوځای نیولی و.
دا دوه کسان تر نیول کېدو وروسته لادرکه شول او د پنځو میاشتو په موده کې یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه و.
سرچینې زیاتوي چې د دغو دوو پخوانیو نظامیانو کورنیو د هغوی د موندلو لپاره هڅې وکړې، خو په اړه یې هېڅ معلومات ترلاسه نه کړل.
د سرچینو په خبره، په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ دوه ورځې وړاندې د اللهداد بادیزي جسد او پرون یې د نصیر احمد مړۍ کورنیو ته سپارلی دی.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د دې ډلې د مشر لهخوا د عمومي بښنې له اعلان سره سره، د پخوانیو نظامیانو د وژل کېدو، خپلسرو نېونو او بندې کېدو راپورونه خپرېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) هم په خپل درېړمیاشتني راپور کې ویلي چې د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ یې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د وژنې لږ تر لږه څلور پېښې او د خپلسرو نیونو او بندې کېدو ۱۴ پېښې ثبت کړې دي.





