۸صبح، غزني: غزني کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د غلو له خوا د یوه سړي د وژلو خبر ورکوي.
له دغه ولایته سرچینې چهارشنبه د سلواغې پر دوولسمه وایي، چې یو ټکسي چلوونکی چې تېره ورځ په غزني ښار کې له خپل موټر سره بېدرکه شوی و، مړی یې د دغه ولایت د دهیک ولسوالۍ په اړوند برخو کې موندل شوی دی.
سرچینو زیاته کړې ده، چې دغه کس په چاړې سره وژل شوی او موټر یې غلا شوی دی.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې وژل شوی کس د خپلې کورنۍ د اړتیاوو یوازینی برابروونکی و او درې ماشومان ترې پاتې دي.
د ویلو ده، چې په تېره یوه میاشت کې دا پنځمه ورته پېښه ده، چې په دې ولایت کې رامنځته کېږي.
طالبان تر اوسه له دغو پېښو په مخنیوي او د عاملانو په نیولو کې ناکام دي.
د غزني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو له زیاتوالي اندېښمن دي.