۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې یو ملکي کس له شکنجې وروسته په ډزو وژلی دی.
دغه پېښه چهارشنبه د وږي پر ۹ د پنجشېر ولایت د خنج ولسوالۍ اړوند خارو کلي کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دغه کس مړی له شکنجې او وژلو وروسته سیند ته اچولی دی.
سرچینې جوتوي، چې دغه کس اقامحمد نومېده او له هېڅ ډلې سره یې اړیکه نه لرله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په پنجشېر ولایت کې له دې مخکې هم سلګونه ملکیان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي، شکنجه او په یو شمېر مواردو کې وژلي دي.