• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پاکستان ته د ډالرو د قاچاق دوام؛ صرافان او سوداګر د افغانیو د ارزښت د کمښت په اړه اندېښمن دي

۸صبح ۸صبح
۲۷ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۱ - ۱۸ جولای ۲۰۲۲ [t_time:1658169086]

په دې ورځو کې په افغانستان کې پر نورو ستونزو سربېره، پاکستان ته د ډالرو قاچاق بله جدي ننګونه بلل کېږي. د هېواد صرافان او سوداګر پاکستان ته د ډالرو د قاچاق د زیاتوالي په هکله اندېښنه څرګندوي او وایي، ددې وضعیت د دوام په صورت کې، د هېواد په بازارونو کې د افغانیو ارزښت رالوېږي او ځای به یې پاکستانۍ کلدارې ونیسي.

دا په داسې حال کې دي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، افغانستان د نقدو پیسو له کمښت سره مخ شوی او د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په بې مخینې توګه راټیټ شوی دی. ویل کېږي چې طالبانو د میلادي کال له لومړیو راهیسې څه د پاسه ۹۵۳ میلیون ډالر نقدې پیسې له ملګروملتونو سازمان څخه ترلاسه کړې؛ خو ددغو پیسو د مصرف د څرنګوالي په هکله او دا چې تراوسه له دغو پیسو څومره یې لګول شوې، مالومات نشته.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، له افغانستانه په پرلپسې توګه ډالر قاچاق کېږي. طالبانو په روانه میاشت کې اعلان وکړ چې پاکستان ته یې د څه د پاسه ۵۰ زره ډالرو د قاچاق مخنیوی کړی دی. د طالبانو دا اقدام د افغانستان به بازارونو کې د پاکستاني کلدارو راکړه ورکړه زیاتوي چې د پاکستان په ګټه ده. د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور د کلدارو په بدل کې پر پاکستان د ډبرو سکرو پلورل د افغانیو ارزښت ته لوی ګوذار دی.

له بلې خوا، صرافان وایي، له هغې وروسته چې په پاکستان کې د ډالرو پر پېر پلور محدودیت ولګول شو، پاکستان ته د افغانستان له بازارونو د ډالرو د قاچاق بهیر هغه هم د پاکستانيو کلدارو په بدل کې، زیات شوی دی. دا صرافان د ډالرو د قاچاق په هکله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د ورځې میلیونونه پاکستانۍ کلدارې هېواد ته واردېږي او په بدل کې یې پاکستان ته ډالر قاچاق کېږي.

په کابل کې یو صراف احمد میلاد وايي چې قاچاق کوونکي پاکستانۍ کلدارې د سرحدي ولایتونو بازارونو ته لېږدوي او په بدل کې یې ډالر اخلي او پاکستان ته یې قاچاق کوي. ښاغلی میلاد دا کار د قاچاق کوونکو لپاره د ګټې وړ بولي، خو ټینګار کوي چې دا بهیر د هېواد اقتصاد او د افغانیو ارزښت ته لوی ګوذار دی. دغه صراف له طالبانو غواړي چې له هېواده د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي. د هغه په وینا، د هېواد په بازارونو او بانکونو کې د ډالرو د کمښت له امله د دې وضعیت دوام د افغانیو ارزښت کموي او آن د کلدارو په وړاندې به د افغانیو د سقوط لامل شي.

له بلې خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان وايي که پاکستان ته د ډالرو د قاچاق مخه ونه نیول شي، د افغانیو ارزښت به لا پرېوځي. د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د ډالرو قاچاق په هېواد کې د ګرانۍ لامل کېږي او د هېواد د لړزانده اقتصاد لپاره ناوړه پایلې ولري.
ددغو کارپوهانو په باور، د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د افغانیو د ثبات په موخه د افغانستان بانک له لخوا په بازارونو کې د ډالرو د لیلام پر بهیر سمه څارنه نه کېږي او د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدو او له هېواده بهر ته د ډالرو لېږدولو ته په پام سره، بې پامي د افغانیو ارزښت په پراخه کچه کموي. دا کارپوهان جوتوي چې له بهره د ډالرو په بدل کې د توکو پېرلو ته په پام سره، ښايي د هېواد بازارونه له دې زیات د ډالرو له جدي کمښت سره مخ شي.

د اقتصادي چارو کارپوه احمد ستاري، ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان ته د ډالرو د قاچاق د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي. هغه هېواد ته د پاکستانيو کلدارو واردېدل د هغو کړیو کار بولي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي او هېواد او د خلکو ګټو ته هېڅ ژمنتیا نه لري.

ښاغلی ستاري له د افغانستان بانک څخه چې اوسمهال د طالبانو په واک کې دی، غواړي د ډالرو د قاچاق دمخنیوي او افغانیو د ثبات په موخه جدي تدابیر غوره کړي او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د کمښت مخه ونیسي.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه پاکستان ته د ډالرو قاچاق د هېواد په زیان بولي او زیاتوي چې د وزګارۍ زیاتوالی، د بیو لوړېدل، د افغانیو د ارزښت کمښت او په هېواد کې د خلکو د پېر پلور د توان کمېدل، له افغانستانه د ډالرو د قاچاق اصلي زیانونه دي. ښاغلی ستاري جوتوي چې افغانان له ناوړه او بدو شرایطو سره مخ دي او په هغه صورت کې چې د ډالرو د قاچاق مخه ونه نیول شي، د هېواد کمزوری اقتصاد به له لاپراخ ناورین سره مخ شي.

د اقتصادي چارو کارپوه احمد ولید سعیدي وایي چې د اسعارو قاچاق اقتصادي پروګرام او سیاست ننګوي او په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د کمښت، پیسو د سپینولو، تورم او وزګارۍ د زیاتوالي لامل کېږي. د نوموړي په وینا، له هېواده بهر ته د اسعارو قاچاق ددې لامل کېږي چې د ننه په هېواد کې د پانګونې انګېزه کمه شي.

ښاغلی سعیدي زیاتوي چې د قاچاق زیاتوالی په کورنیو بازارونو کې پر بیو ناوړه اغېز کوي. د هغه په اند، د اسعارو په تېره بیا ډالرو قاچاق د بیو د لوړېدو او اقتصادي ننګونو لامل کېږي او د هېواد رسمي پیسې به له زیات فشار سره مخ کړي. د هغه په وینا، د اسعارو قاچاق د هېواد په بهرنۍ سوداګرۍ کې انډول هم له منځه وړي.

د اقتصادي چارو دا کارپوه زیاتوي چې د اسعارو د قاچاق زیاتوالی کورنیو تولیداتو ته پر ګوذار ورکولو سربېره، د مصروفونکو حقونه هم ضایع کوي. هغه جوتوي چې د قاچاق شویو اسعارو ارزونې ته په پام سره، داسې ښکاري چې یو اندازه دا اسعار تقلبي دي او دغو مسایلو ته د بې پامۍ او نه پوهاوي له امله د افغانستان مصروفوونکي تقلبي اسعار پېري چې پانګونې او د خلکو ورځني ژوندانه ته ډېر زیان ولري.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان بانک په رسمي توګه اعلان کړی چې ددې بانک ډالري زېرمې په ختمېدو دي. له بلې خوا، یو شمېر هېوادوال هم پاکستان ته د ډالرو د قاچاق په اړه اندېښمن دی او زیاتوي، پر دسترخوان ډوډۍ نه لري، خو دا ناوړه کار دوی له لا جدي ننګونو او ژور ناورین سره مخ کړي دي. دوی د وزګارۍ، بې وزلۍ او لوږې په اړه دردوونکې کیسې لري او ټینګار کوي که ګاونډیو هېوادونو ته د پیسو د قاچاق مخه ونه نیول شي، په هېواد کې به مافیايي کړۍ پياوړې شي او دوی به له لا ګڼو ننګونو سره مخ شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان په هکله د پاکستان دفاع وزیر او د تاجکستان سفیر خبرې‌اترې
خبرونه

د افغانستان په هکله د پاکستان دفاع وزیر او د تاجکستان سفیر خبرې‌اترې

۳۱ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726902145]
ځانګړي

د لوړو مالیاتو ټاکل؛ د خوست یو شمېر صرافان: په طالبانو کې واسطه‌لرونکي صرافان معاف دي

۲۱ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726032353]
امریکا: له پاکستانه غواړو چې د افغان کډوالو په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي
خبرونه

وروستیو نښتو ته د امریکا غبرګون: طالبان او پاکستان دې خپلو کې خبرې وکړي

۲۹ كب/حوت ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1710833469]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.