په خوست کې صرافانو ٨صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د صرافیو لپاره ډېر لوړ مالیات ټاکلي دي. د دوی په وینا، دغه مالیات د جمهوري نظام په پرتله څلور چنده لوړ ټاکل شوي چې دې له امله صرافان اړ شوي چې خپل کاروبارونه ودروي. د صرافانو په وینا، ډېر شمېر یې نورو کاروبارونو ته مخه کړې او تازه ټاکل شویو لوړو مالیاتو او شرایطو له کبله یې د صرافۍ کاروبار پرېښی دی. دا صرافان وايي چې ځینې صرافان بهرنیو هېوادونو ته تللي او غواړي خپله پانګه هلته ولګوي.
صرافان وایي، طالبانو دا ډول شرایط او مالیات یوازې پر هغو کسانو عملي کړي چې د دغې ډلې په رژیم او افغانستان بانک کې واسطه نه لري. د دې برعکس، هغه صرافان چې د طالبانو په رژیم او افغانستان بانک کې واسطه لري، د لوړو مالیاتو له ورکړې معاف دي.
ځینو صرافانو ٨صبح ورځپاڼې ته وویل چې یو شمېر نور صرافان د افغانستان بانک له رئیس او د طالبانو له ملي امنیت سره پټې اړیکې لري. د دوی په وینا، دې صرافانو طالبانو ته پیسې ورکړي او د دې واسطه لرونکو صرافانو پولي خدمات لکه پخوا په عادي توګه وړاندې کېږي.
د خوست ولایت صراف، محمد (مستعار نوم) وايي چې طالبان مالیات او جوازونه د پخوا په پرتله څلور چنده لوړ کړي دي. هغه وایي: «ستونزه دا ده چې پخوا د صرافۍ لپاره جواز اخیستل ١٥ لکه افغانۍ و، خو اوس دغه جواز یو ناڅاپه ٥٠ لکه افغانیو ته پورته شوی دی. وروسته، صرافانو یو څه شور وکړ چې د جواز دې دومره لوړول ظلم دی، طالبانو بیا ١٧ لکه افغانۍ راکمې کړې یو یو جواز یې ٣٣ لکه افغانۍ کړ. یوازې جواز نه دی لوړ کړی، بلکې د بانک ضمانت پیسې هم لوړې کړي ، ضمانت یې درې سوه ٣٣ لکه افغانۍ ټاکلی دی.»
هغه زیاتوي: «د دې ټولو ملا ماتوونکو او ظالمانه شرطونو سربېره، پخوا مالیه هر کال یو وار تحویل کېده، خو د طالبانو د نوي قوانینو له مخې، اوس هرې څلور میاشتې وروسته باید مستوفیت ته مالیه ورکړو.»
دې ډلې صرافانو ٨صبح ورځپاڼې ته وویل چې نه یوازې د جوازونو او ضمانت مالیات پورته شوي، بلکې ورته ویل شوي چې له دې وروسته به دوکانونه هم جلا کړي او په یو دوکان کې به څو صرافان یو ځای نه شي کیناستلی.
حاجي دلبر (مستعار نوم) وایي چې طالبان هغه ډول شرایط او اصول راته کېښودل چې باید نور له دې کاروبار څخه لاس په سر شو او د صرافۍ کاروبار سقوط وکړي. هغه وایي: «یو پلو د طالبانو د افغانستان بانک مالیات لوړ دي، بل پلو موږ ته ویل شوي چې که څوک جواز په درې یا څلورو کسانو اخلي، نو باید دوکانونه سره یو کړي. که دا شرایط پوره نه کړو، نو بیا به هر یو جلا جلا جواز اخلو چې هغه بیا زموږ تر وسې پورته خبره ده.»
دی زیاتوي: «دوی چې کوم شرایط او مالیات ټاکلي، اوس دوی خپله هم ورته حیران دي، ځکه چې دا نه د صرافیو قانون مني او نه یې هم اوسني شرایط ایجابوي. که داسې قوانین ټاکي، نو صرافۍ به دوی ته ورپاتې وي.»
ځینو صرافانو له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا کړې چې یو شمېر نور صرافانو د خوست طالب چارواکو ته پیسې ورکړي او د دوی په وینا، دغه سخت قوانین تراوسه پر ځینو صرافانو نه دي عملي شوي.
د خوست یو صراف، چې د موضوع د حساسیت له امله خپل نوم نه اخلي، وایي چې ځینې صرافان د واسطې په لرلو سره د پخوا په څېر خپل کاروبار ته دوام ورکوي او د نوي اصولو کوم فشار پرې نشته. هغه وایي: «موږ د یادو شرطونو پوره کولو ته اړ شوي یو، خو ځینې صرافان چې واسطه لري، د پخوا په شان خپل کارونه سرته رسوي، نه د جواز غوښتنه لري او نه د دوکانونو د ړنګولو فشار ورسره دی. ځینو صرافانو د طالبانو له ملي امنیت، قومندانۍ او د خوست د افغانستان بانک څانګې رئیس ته پیسې ورکړي او ورکوي یې.»
هغه زیاتوي: «طالبان د واسطه لرونکو او پیسې ورکوونکو صرافانو په اړه هېڅ څه نه وایي. په داسې حال کې چې موږ ته یې د یادو شرطونو منل په زور کړل، اوس چې موږ خپلې پیسې چې د جواز اخیستو لپاره یې په ضمانت کې ایښي، ترې اخلو، هیڅ نه راکوي.»
په همدې تړاو مو د خوست د یو شمېر فعالو ځوانانو سره هم خبرې وکړې. هغوی وایي چې طالبانو نه یوازې پر صرافانو، بلکې په هره برخه کې خپل مالیات لوړ کړي چې ولس یې هم لاس تر زنې کینولی دی. د خوست یو ٢٥ کلن ځوان چې د موضوع د حساسیت کبله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي: «که طالبان همداسې سخت قوانین او مالیاتو ته دوام ورکړي، نو ژر به د ولس له سخت غبرګون سره مخ شي.»
د یادونې ده چې په ټول افغانستان کې صرافان د طالبانو نوې پريکړې اندېښمن کړي او وايي، که دغه ډله پر دوی لګېدلې شرایط پلي کړي، په سلګونه کسان به چې په دې برخه کې کار کوي اوزګار شي.
هڅه مو وکړه په دې تړاو خوست کې د طالب مسوولانو نظر هم ترلاسه کړو، خو بریالي نه شوو.





