د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د ملي او نړۍوالو معیارونو پر بنسټ د نفت او ګازو د لېږد، تدارک، تورید، تدخیر او وېش په برخه کې له مهمو دولتي بنسټونو نه دی. د دغه شرکت اساس نامه یا بنیاد لیک حکم کوي چې بنسټ باید د سیاسي مسایلو د نه په نظر کې نیولو پرته د متخصصو، مسلکي او د تجربې لرونکو کسانو له لوري مدیریت شي. خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دوی د دغه شرکت لږترلږه ۴۰۰ تنه کارکوونکي له دندو ګوښه او د هغوی پر ځای یې طالبانو پورې اړوند کسان ګمارلي دي. د طالبانو تر مدیریت لاندې د نفت او ګازو د دولتي شرکت عمومي رییس د درېیو میاشتو په لړ کې خپل ۲۰ تنه خپلوان چې ټول د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د دغه بنسټ په کلیدي بستونو کې ګمارلي دي. سربېره پر دې، د دغه شرکت کارکوونکي په دغه بنسټ کې د یوې ځانګړې ډلې له زورواکي، په مرګ او تنزیل له ګواښونې، ترفیع او غیرقانوني منفکیو نه شکایت لري. دغه راز ۸صبح ورځپاڼې داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې ښيي، په دې بنسټ کې پر طالبانو پورې د تړلو کسانو تنخوا او امتیازونه د اساس نامې او اداري مراحلو پر خلاف، زیات شوي او حتی د یادو کسانو په غوښتنه، په لوړو تنخواوو یو شمېر بستونه رامنځته شوي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې د طالبانو تر مدیریت لاندې د نفت او ګازو د دولتي شرکت عمومي رییس له دندو نه د سلګونه تنه کارکوونکو له ګوښه کېدو سره هممهاله، خپل ۱۶ تنه خپلوان یې ددغه شرکت په کلیدي بستونو کې ګمارلي دي. د اطلاعاتو پر بنسټ، د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفت او ګازو دولتي شرکت رییس محمد نصیر رحیمي، د دغه شرکت په ټولو مرکزي او دوهمو واحدونو کې، کلیدي او عاید لرونکي بستونه یې ده پورې تړلو کسانو ته چې ټول د یوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، سپارلي دي. حقوقي سلاکارۍ، د خدمتونو امریت، د جواز ورکونې امریت، د دفتر آمریت، د تېلو ټانکو د جواز ورکونې امریت، د مایع ګاز د ذخیرې مدیریت، د عرضې او وېش امریت، د قراردادونو عمومي مدیریت، د ذخیرې عمومي مدیریت، د سوداګرۍ ریاست اجرايي مدیر، د جواز ورکونې کارکوونکی، د تېلو د ټانګونو کارکوونکی، د عملیاتي ریاست کارکوونکی، د تدارکاتو مدیریت او له چیني شرکت سره د اړیکو نیولو استازی د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت له هغو بستونو نه دي، چې ددغه شرکت د عمومي رییس له لوري په نوموړي پورې تړلو کسانو ته سپارل شوي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې یوازې د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت د عمومي رییس پورې د تړلو کسانو هغه لړ لیک ترلاسه کړی چې ددغه شرکت په مرکزي دفتر کې ګمارل شوي دي. دغه لړلیک ښيي چې ټول دغه کسان د میدان وردګو د چک ولسوالۍ پورې اړوند دي؛ چې ددغه شرکت عمومي رییس هم د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. سرچینې وايي چې تازه ګمارل شوي کسان، د نوموړي د عمه او د ترور د زامنو په ګډون ډېری د نوموړي خپلوان دي. د طالبانو تر کنټرول لادې د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت د رییسانو او کلیدي بیستونو لړلیک په لاندې ډول دی:
شمېره |
نوم | بست | تړلتیا | ولسوالۍ |
ولایت |
۱ | نصیر رحیمي | عمومي رییس | هدایتالله بدري | چک | میدان وردګ |
۲ | عبدالله معتصم | حقوقي سلاکار | نصیر رحیمي | چک | میدان وردګ |
۳ | اسدالله انعام | اداري او مالي رییس | نصیر رحیمي | چک | میدان وردګ |
۴ | شاکر | د خدمتونو آمر | د عمه زوی | چک | میدان وردګ |
۵ | شعیب | د جواز ورکونې آمر | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۶ | صبغتالله اکرمي | د دفتر آمر | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۷ | قریبالرحمن | د تیلو د ټانګونو د داوطلبۍ عمومي مدیر
|
د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۸ | حسیبالله | د مایع ګاز د ذخیرې عمومي مدیر | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۹ | محبوبالله مسعود | د عرضې او وېش آمر او اوسمهال د سوداګرۍ ریاست چارسمبال | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۱۰ | مصطفا دریور | ډرېور | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۱۱ | صدام | د دخېرې عمومي مدیر | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۱۲ | عید محمد | د سوداګرۍ ریاست اجراییه مدیر | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۱۳ | طارق ولد محمدجان | د جواز ورکونې کارکوونکی | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۱۴ | مصباحالله | د تیلو د ټانګونو کارکوونکی | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۱۵ | خالد | د عملیاتي ریاست کارکوونکی | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
۱۶ | رفیعالله | د تدارکاتو مدیر | د رییس خپلوان | چک | میدان وردګ |
په همدې حال کې، د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت د لوی ریاست یو شمېر کارکوونکو ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د طالبانو دغه چارواکي د خپلوانو د ګمارنې سربېره، د بستونو د رامنځته کولو، تعدیل، تنزیل او لوړولو په برخه کې د قانون خلاف چلند کوي. ددغه شرکت یو شمېر کارکوونکي ادعا کوي چې په دې شرکت کې یوې ځانګړې ډلې، یو شمېر د هغوی یې په مرګ ګواښلي دي. یو شمېر سرچینې چې د امنیتي ګواښونو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وايي چې په مرګ او جبري ګوښه کېدو ګواښل شوي دي. ددغه شرکت کارکوونکي دغه راز زیاتوي چې رییس یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د سپارښتنې خلاف، «له چارواکو سره د تړلتیا» تر نامه لاندې د پخوانیو د ډېر شمېر کارکوونکو د منفکۍ لړلیک جوړ او منظور کړی دی.
سرچینې په داسې حال کې ددغه بنسټ د پخوانیو تجربه لرونکو کارکوونکو د ګوښه کېدو په اړه شکایت لري، چې د طالبانو د مشر د سپارښتنې پر بنسټ، د طالبانو لوړپوړي چارواکي مکلف دي چې د خپلو اولادونو د ګمارنې پرځای، نور کسان وګماري. د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت د اجرايي کمېټې د پرېکړې د مکتوب په یوې نسخه کې چې ددغه شرکت اداري او مالي ریاست ددغه بنسټ نورو څانګو ته لېږلی دی، راغلي دي چې دغه اقدام ددغې ډلې د مشر د فرمان پر بنسټ ترسره شوی دی. دغه مکتوب چې د غبرګولي په ۵مه، خپور شوی، د طالبانو د مشر فرمان او ددغه بنسټ د اجرايي کمېټې پرېکړه یې تکثیر کړې چې په هغه کې راغلي دي: «د اسلامي امارت د مشرتابه غړو د ۱۴/۸/۱۳۴۳ ه.ق نېټې د ۳۰ ګڼې فرمان ټولو امارتي چارواکو ته سپارښتنه شوې ده چې د شخصي تړلتياوو پر بنسټ هېڅوک پر دندو ونه ګماري او له دې کار نه دې ډډه وکړي. د امارت د مشرتابه د شفاهي سپارښتنې پر بنسټ، ټول وزارتونه، ریاستونه او دولتي خپلواکه ادارو چې خپل خپلوان او اولادونه یې پر دندو ګمارلي دي، ددغه حکم له صادرېدو وروسته، په خپل ځان پورې د تړلو کسانو پرځای، نور کسان په دندو وګماري.»
همداراز د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت اجرایي کمېټې د ۲۷/۹/۱۳۴۴ نېټې د خپلې شپږمې شمېرې په صورت جلسه کې پرېکړه کړې چې د اداري او مالي ریاست د بشري سرچینو امریت اړ دی چې د ددغه شرکت په دفترونو کې د خپل خپلوانو د نه ګمارل کېدو په اړه د طالبانو د مشر فرمان پلي کړي او خپل تشکیلات د بشري سرچینو د پالیسۍ پر بنسټ چې تازه منظور شوې، چمتو کړي. په دې سند کې ویل شوي چې هغو شمېر کارکوونکو ته چې د شرکت د پالیسي پرخلاف یو له بل سره سیالي ولري، واک ورکړل شي چې یو له هغو نه د کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړي. ددغې ادارې په رسمي سند کې راغلي دي چې د بشري سرچینو د پالیسۍ د دیارلسمې مادې پر بنسټ، ددغه شرکت په ټولو برخو کې په تېره په مالي، عایداتي او تدارکاتي برخو کې د نږدې خپلوانو ګمارل منع دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېیو مېاشتو کې ددغه بنسټ د عمومي رییس پورې څه باندې ۱۵ تنه تړلي کسان په مهمو بستونو کې ګمارل شوي دي.
په بل سند کې چې د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت اداري او مالي ریاست «ملاحظه شد» کړی هم دی پکې راغلي دي چې ددغه شرکت د کارکوونکو نږدې خپلوان چې د بشري سرچینو د پالیسۍ پر بنسټ په بېلابېلو څانګو کې د کارکوونکي او خدماتي کارکوونکو په توګه دنده ترسره کوي، یو له هغو دې له دندې ګوښه کړای شي. په مکتوب کې ویل شوي چې د ګوښه کېدو ټاکنه د هغو کارکوونکو پر غاړه دی چې یو بل سره سیالي لري. په مکتوب کې، کارکوونکي مکلف شوي دي چې د ګوښه کېدو لپآره دې خپله موافقه د دوو اونیو په لړ کې د ګمارنې یا استخدام عمومي مدیریت ته وسپاري، له هغه پرته به د ادارې په خوښه یو له هغو له دندې ګوښه او بل به یې په خپله دنده پاتې شي. په دې سند کې دغه راز ویل شوي چې د شرکت په چارو کې د خنډ او ځنډ د مخنیوي په موخه، د کارکوونکو د خپلوانو د منفکۍ او د نویو کارکوونکو د ګمارنې بهیر دې، د 3 مېاشتو په لړ کې د شرکت د پالیسۍ پر بنسټ ترسره شي. دغه مکتوب اداري او مالي ریاست ته دنده سپارلې چې د پالیسۍ یا حکم پربنسټ د ګوښه کړای شویو کارکوونکو پرځای دې، نوي کسان وګماري.
په همدې حال کې، ددغه شرکت کارکوونکي وايي چې دغه فرمان یوازې د طالبانو د مشرتابه چارواکو لپاره صادر شوی او پخواني دولتي کارکوونکي چې هر یو یې له کافي تجربې او تخصص نه برخمن دي، نه پکې شاملیږي. د هغوی په خبره، طالبانو له دغه فرمان نه په ګټنې، ډیری پخواني کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د 8صبح د څېړنیز راپور د ترلاسه شویو اطلاعاتو پربنسټ، طالبانو تر دې وړاندې هم ددغه دولتي شرکت ۳۷۹ تنه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي وو. دا په داسې حال کې ده چې د ملا هبت الله د فرمان پر بنسټ، هغه شمېر دولتي ټیټ رتبه کارکوونکي چې له پخوا یې په دولتي بنسټونو کې د کارکوونکو په توګه دنده ترسره کوله، نباید ګوښه کړای شي.
خویش خورۍ او په لوړو تنخواو د کارکوونکو ګمارنه
هغه لیک چې د ۸صبح ورځپاڼې په واک ورکړل شوی دی، ښيي چې په هغه کې د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت یو تن سلاکار په لوړې تنخوا ګمارل شوی دی. باخبره سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د قشقري پروژې د کارکوونکي محمد ثابت خالقي چې د ۱۹۶ زره افغانیو د تنخوا غوښتنلیک یې هم منل شوی دی، پخوا یې د برېښنا شرکت په اداري ریاست کې کار کاوه. د سرچینو په خبره، د افغانستان د نفت اوګازو د دولتي شرکت د اداري او مالي رییس هم پخوا د برېښنا شرکت اداري رییس و چې په راتګ سره یې خپل دغه پخوانی همکار هم له ځان سره دغې ادارې ته راوستی دی.
په هغه رسمي مکتوب کې چې ددغه شرکت اداري او مالي ریاست د خالقي د تنخوا د لوړولو په موخه د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت عمومي ریاست ته لېږلی، داسې راغلي دي: «زه محمد ثابت خالقي، د عبدالحق زوی، د (EPSC) د نفتي کیندنې پروژې همغږي کوونکی، په تېرو درېیو مېاشتو کې مې دنده ترسره کړې ده، په خپلې اوسنۍ تنخوا نشم کولای چې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړم. دغه راز د 2 زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو په تنخوا په یوه بهرني شرکت کې راته کاري فرصت هم برابر شوی دی. له همدې امله ددغه غوښتنلیک په مل د مشرتابه له مقام نه په ډېر درنښت هیله کوم چې ماته د A کټګورۍ د جدول او د ۱۰ قدم پربنسټ تنخوا راکړئ.»
په مکتوب کې، ددغه شرکت د عمومي رییس حکم هم راغلی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفت او ګازو د دولتي شرکت رییس محمد نصیر رحیمي، د خالقي د غوښتنلیک په ځواب کې لیکلي دي: «ومنل شو. د اداري او مالي ریاست! د مدیره پلاوي د پرېکړې او د مالیې وزارت د مقام د حکم پربنسټ، د نوموړي لپاره یو لک او ۹۶ زره افغانۍ تنخوا منل شوې ده.» دا په داسې حال کې ده چې نوموړي تر دې وړاندې هم د قراردادي کارکوونکي په توګه په ۸۰ زره افغانیو تنخوا کار کاوه. سرچینې په دې شرکت کې ادعا کوي چې نوموړی په دې بنسټ کې په غیر قانوني ډول ګمارل شوی او له هغې وروسته د (EPSC) د نفتي کیندنې د پروژې د همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوی دی. د سرچینو په خبره، ددغه شرکت د دندو د لایحې پر بنسټ له دغې پروژې سره همغږي د سوداګرۍ د ریاست له مسوولیتونو نه دي؛ خو د سوداګرۍ ریاست په دې برخه کې لاسوهنه نه لري.
خویش خورۍ، له تخصصي او مسلکي سرچینو نه د نه سمې ګټې اخیستنې او د پالیسۍ نشتون ددغه شرکت له اساسي ستونزو ګڼل کېږي. سرچینې وايي چې تر دې وړاندې، د افغانستان د نفت اوګازو دولتي شرکت د ستراتیجیک پلان د جوړولو لپآره د طالبانو د مالیې وزارت، خپل پنځه تنه متخصصین چې هر یوه ته یې ۸۰ زره مېاشتنې تنخوا ورکوله د پنځو مېاشتو لپاره ددغه سند د جوړولو لپاره ګمارلي و. د هغوی په خبره، ددغو متخصصینو کار بې پایلې و او هېچا د هغوی د کار د پایلې په اړه ترېنه پوښتنه نده کړې. ویل کیږي چې دغو کسانو له بشپړ شوې مودې وروسته «پرته له هېڅ ډول لاسته راوړنې» بېرته مالیې وزارت ته ورګرځول شوي دي. سربېره پر دې، دغه شرکت یوځل بیا عمومي رییس ته نږدې کس د ستراتیژیک پلان د جوړولو د متخصص په توګه ګمارلی چې تر دې وړاندې د مالیې وزارت د متخصصینو له لوري جوړ شوی و. د سرچینو په خبره، دغه کس یوازې د تنخوا اخیستلو لپاره ګمارل شوی دی. د سرچینو له قوله، نوموړی «ورځ تېروي» او په دې برخه کې یې د پام وړ کار ندی ترسره کړی.
په همدې حال کې، د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت کې یو شمېر سرچینې وايي چې ددغه بنسټ عمومي رییس د نوې طرحې په پلي کولو، د طالبانو د مشرتابه سپارښتنې پر خلاف د خپل ځان په ګډون ددغه شرکت د مشرتابه د یو شمېر غړو تنخواوې لوړې کړي دي، خو پرته د نوموړي او د ملګرو له تنخوا یې، د نورو کارکوونکو تنخوا د پخوا په څېر ورکول کیږي. ۸صبح ورځپاڼې ته یوه باخبره سرچینه وايي: «د تېر کال په سلواغې او کب مېاشتو کې د تنخواو یو نوی نورم ومنل شو. پخوا د عمومي رییس تنخوا یو لک او ۵۰ زره افغانۍ وې. د رییسانو تنخواوې یو لک وې، اوسمهال شاوخوا یو لک او ۸۰ افغانۍ شوي دي. د آمرینو تنخوا ۵۰ زره افغانۍ وې، اوسمهال ۸۰ زره افغانۍ شوې دي. د څلورم بست تنخوا پخوا ۱۴ زره افغانۍ وې، په نوي نورم کې ۴۰ تر ۴۵ زره افغانۍ شوې، خو د عمومي رییس، حقوقي سلاکار او اداري او مالي رییس نه پرته، د نورو اجرا نشوې. ددغو چارواکو تنخواوې حتی ددغه نورم د جوړولو نه یوه میاشت وړاندې، منظور شوي دي، په داسې حال کې چې دغه نورم د کب په میاشت کې جوړ شوی، هغوی د سلواغې له مېاشتې نه دغه تنخواوې اخیستي دي چې ددغه شرکت له ټولو قانوني سندونو سره په ټکر کې کړنه ده.»
دغه سرچینې وړاندې وايي چې دا مهال عمومي رییس، اداري او مالي رییس، حقوقي سلاکار او نوي ګمارل شوي کارکوونکي د نوي نورم له مخې تنخواوې اخلي، خو پخواني کارکوونکي هماغه پخوانۍ تنخواوې ترلاسه کوي. د سرچینو په خبره، طالبانو په دې بنسټ کې پخوانیو کارکوونکو سره ژمنه کړې ده چې هغوی به له ارزونې وروسته په نوي معیار کې شامل کړي، خو د پینځو میاشتو له تېرېدو وروسته، تر دامهاله په دې برخه کې هېڅ ډول قانوني اقدام ندی ترسره شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت د اساس نامې د اولسمې مادې پر بنسټ، د شرکت د کارکوونکو حقوق او امتیازونه د دولتي شرکتونو د قانون د حکمونو په منلو د اجرایي کمېتې له لوري طرحه، د مدیره پلاوي له لوري تایید او د څارنې د پلاوي له منظورۍ وروسته، پلي کېږي. د اساس نامې پربنسټ، د شرکت د کارکوونکو تنخوا، د شرکت د منل شویو کورنیو د قواعدو او په ملي اقتصاد کې د ګډون د کچې په نظر کې نیولو، د کارکوونکو د اهلیت او د مهارت د کچې پربنسټ ټاکل کېږي.
بل لوري ته، د طالبانو کابینې داسې یوه تګلاره تصویب کړې ده چې پر بنسټ یې، ددې ډلې رییس الوزرا هره مېاشت ۲۰۰ زره افغانۍ او د رییس الوزرا مرستیالان ۱۸۳ زره افغانۍ، د سترې محکمې رییس ۱۶۷ زره افغانۍ، وزیران او د استخباراتو عمومي رییس ۱۳۷ افغانۍ، د چارو د ادارې رییس ۱۲۲ زره افغانۍ، والیان ۹۱ زره افغانۍ، د چارو د ادارې مرستیالان ۶۷ زره، د وزارتونو معینان ۹۱ زره، د تفتیش عمومي رییس۶۱ زره، کابل ښاروال ۱۰۶ زره، د ولایتونو ښاروالان هر یو ۴۵ زره او د شریعت راډیو عمومي رییس ۶۱ زره افغانۍ میاشتنۍ تنخوا ترلاسه کوي. سربېره پر دې، لیدل کېږي چې دغه تګلاره د طالبانو تر کنټرول لاندې په ډیری دولتي ادارو کې نه پلي کېږي.
له دولتي وسایطو نه شخصي ګټه اخیستنه او د شرکت له بودیجې نه د هغو جوړول
سرچینې وایي چې په شخصي چارو کې له دولتي وسایطو نه ګټه اخیستل ددغه شرکت له نورو ننګونو نه دي. سرچینې زیاتوي چې د جمهوریت د نظام په دوره کې، د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت، د Nexia ډوله صفر کیلو متر شپږ عرادې موټر پېرلي وو چې د نمبر پلېټ د نه لرلو له امله ترېنه ګټه نه اخیستل کېده. د سرچینو په خبره، د طالبانو په راتګ سره له دغو موټرو نه د ترافیکي جوازونو پرته شخصي ګټه اخیستل کېږي.
سرچینې وړاندې وايي چې عمومي رییس پورې اړوند کسانو د اختر د رخصتیو پرمهال دغه موټر خپلو ولایتونو ته وړي دي او همداراز د رخصتيو په ورځو کې ترېنه شخصي ګټه اخلي. د هغوی په خبره، دغه موټرونه اوسمهال زاړه او له کاره لویدلي دي او د یو شمېر موټرونو ښیښې یې هم ماتې شوي دي؛ خو تر دامهاله یې نمبرپلیټونه ندي ترلاسه کړي. یوه باخبره سرچینه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې ددغه شرکت د جواز ورکونې د دفتر آمر یو صفرکیلومتر موټر د شخصي ګټې اخیستنې پر مهال ویجاړ کړی دی. نوموړی وايي: «د جواز ورکونې د دفتر امر شعیب، صفر کیلومتر موټر یې ټکر کړ. موټر ټول لمنځه ولاړ. بېرته یې د ادارې له لګښت نه جوړ کړ چې د قانون له مخې باید نوموړي پخپله جوړ کړی وای. ځکه چې شخصي ګټه یې ترېنه اخیستې وه او د شخصي کار پر مهال یې ټکر کړی دی.»
اداري فساد او پروژه جوړونه
اداري فساد او پروژه جوړونه له هغو نورو ادعاو نه دي چې ددغه بنسټ د کارکوونکو له لوري د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت د مشرتابه پر غړو مطرح کېږي. سرچینې وايي چې ددغه شرکت لوی رییس د خپلو خپلوانو لپاره نوي بستونه رامنځته کوي او حتی هغه شمېر کسان چې د «نمایشي» ازموینو له لارې ناکام شوي دي، د نوموړي له لوري ګمارل شوي او د بست نوم یې بدلون کړی دی.
۸صبح ورځپاڼې ته یوه باخبره سرچینه وايي: «شاکر د لوی رییس د ښي لاس په توګه دی.د عمه زوی یې دی. تر دې وړاندې د خدمتونو د آمر په توګه ګمارل شوی و. وروسته یې بست اعلان ته وسپارل شو او شاکر پکې ناکام شو. د نوموړي له ناکامۍ سره د ازموینې بهیر لمنځه ولاړ او د بست نوم هم بدلون وکړ.» ددغې سرچینې په خبره، د خدمتونو آمریت د ذخیرو د آمریت په نوم بدلون وکړ چې دغه بست اوسمهال په دغه نوم ددغه شرکت په رسمي تشکیل کې نشته.
سرچینې زیاتوي چې د ذخیرو آمریت لپاره باید یو متخصص او مسلکي کس ګمارل شوی وای. د هغوی په خبره، هغه څوک چې په دې بست کې ګمارل کېږي، باید انجینیر وي، او اوسمهال یو بل کس د شرکت عملیاتي ریاست چې مسلکي برخه ده او د ذخیرو د بدلون د څارنې مسوولیت پر غاړه لري، پرمخ وړي. د سرچینو په خبره، دغه کس غیر مسلکي دی چې حتی کولای شي د ادارې لپاره ځاني او مالي ګواښونه رامنځته کړي.سرچینې ټینګار کوي چې عمومي رییس د خپل عمه زوی ته د انجینرۍ د برخې مسوولیت ددې لپاره سپارلی ترڅو په پروژه جوړونه او اداري فساد کې یو بل سره شریک وي.
یوه باخبره سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې ددغه شرکت د عمومي رییس د عمه زوی د داسې ادارې په راس کې راغلی دی، چې په روان کال کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې لري. سرچینې زیاتوي: «په نوي کال کې، دغه شرکت نږدې د سلو میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې لري. عمومي رییس د خپل د عمه زوی د ذخیرو د جوړولو او د پیسو د حیف او میل لپاره ګمارلی دی ترڅو پروژې یې تر خپل کنترول لاندې وي او د نوموړي په مرسته یې پرمخ یوسي. دغه آمریت په تشکیل کې نشته یوازې په خپله یې رامنځته کړی دی.»
دغه ځای پرځای کونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو تر دې وړاندې هم یو شمېر دولتي کارکوونکي چې کاري تجربې او تخصص یې درلودل، له دندو ګوښه او د هغو پر ځای یې پر طالبانو پورې اړوند کسان او یو شمېر جنګیالي ګمارلي دي. دغې ډلې د خپل حاکمیت په لومړیو مېاشتو کې، د سرې میاشتې ټولنې یوشمېر کارکوونکي یې له دندو ګوښه، د ځینو یې بستونه تنزیل او یو شمېر یې لیرې ولایتونو ته تبدیل کړل.
اداري فساد او پروژه جوړونه له هغو نورو ادعاو نه دي چې ددغه بنسټ د کارکوونکو له لوري د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د نفت او ګازو د دولتي شرکت د مشرتابه پر غړو مطرح کېږي. سرچینې وايي چې ددغه شرکت لوی رییس د خپلو خپلوانو لپاره نوي بستونه رامنځته کوي او حتی هغه شمېر کسان چې د «نمایشي» ازموینو له لارې ناکام شوي دي، د نوموړي له لوري ګمارل شوي او د بست نوم یې بدلون کړی دی.
۸صبح ورځپاڼې ته یوه باخبره سرچینه وايي: «شاکر د لوی رییس د ښي لاس په توګه دی.د عمه زوی یې دی. تر دې وړاندې د خدمتونو د آمر په توګه ګمارل شوی و. وروسته یې بست اعلان ته وسپارل شو او شاکر پکې ناکام شو. د نوموړي له ناکامۍ سره د ازموینې بهیر لمنځه ولاړ او د بست نوم هم بدلون وکړ.» ددغې سرچینې په خبره، د خدمتونو آمریت د ذخیرو د آمریت په نوم بدلون وکړ چې دغه بست اوسمهال په دغه نوم ددغه شرکت په رسمي تشکیل کې نشته.
سرچینې زیاتوي چې د ذخیرو آمریت لپاره باید یو متخصص او مسلکي کس ګمارل شوی وای. د هغوی په خبره، هغه څوک چې په دې بست کې ګمارل کېږي، باید انجینیر وي، او اوسمهال یو بل کس د شرکت عملیاتي ریاست چې مسلکي برخه ده او د ذخیرو د بدلون د څارنې مسوولیت پر غاړه لري، پرمخ وړي. د سرچینو په خبره، دغه کس غیر مسلکي دی چې حتی کولای شي د ادارې لپاره ځاني او مالي ګواښونه رامنځته کړي.سرچینې ټینګار کوي چې عمومي رییس د خپل عمه زوی ته د انجینرۍ د برخې مسوولیت ددې لپاره سپارلی ترڅو په پروژه جوړونه او اداري فساد کې یو بل سره شریک وي.
یوه باخبره سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې ددغه شرکت د عمومي رییس د عمه زوی د داسې ادارې په راس کې راغلی دی، چې په روان کال کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې لري. سرچینې زیاتوي: «په نوي کال کې، دغه شرکت نږدې د سلو میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې لري. عمومي رییس د خپل د عمه زوی د ذخیرو د جوړولو او د پیسو د حیف او میل لپاره ګمارلی دی ترڅو پروژې یې تر خپل کنترول لاندې وي او د نوموړي په مرسته یې پرمخ یوسي. دغه آمریت په تشکیل کې نشته یوازې په خپله یې رامنځته کړی دی.»
دغه ځای پرځای کونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو تر دې وړاندې هم یو شمېر دولتي کارکوونکي چې کاري تجربې او تخصص یې درلودل، له دندو ګوښه او د هغو پر ځای یې پر طالبانو پورې اړوند کسان او یو شمېر جنګیالي ګمارلي دي. دغې ډلې د خپل حاکمیت په لومړیو مېاشتو کې، د سرې میاشتې ټولنې یوشمېر کارکوونکي یې له دندو ګوښه، د ځینو یې بستونه تنزیل او یو شمېر یې لیرې ولایتونو ته تبدیل کړل.