۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سوېلي افریقا پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو له لوبلړۍ ګټلو وروسته، ډکې منګولې هېواد ته راستانه شول.
افغان کرېکټ بورډ سهشنبه د تلې پر ۳مه خبر ورکړی چې د هېواد ملي اتلان نن سهار افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبې د سپټمبر له ۱۸مې پېل او د همدې میاشت تر ۲۲مې پورې یې دوام وکړ چې د افغان ملي اتلانو په سترې تاریخي بري سره پای ته ورسېدې.
د دې لوبلړۍ په لومړیو دوو لوبو کې افغانستان په لوړ توپیر سره خپلې سیالې افریقایۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي ته ورسېده، خو یوازې وروستۍ لوبه کې یې له سوېلي افریقا ماتې ومنله.
دا لومړی ځل و چې افغانستان له سوېلي افریقا سره د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ترسره کړه او بریا ته ورسېده.
د لوبلړۍ له پېل وړاندې د سوېلي افریقا لوبډلمشر په خبري ناسته کې ویلي و چې د افغان کرېکټ ملي لوبغاړي د تېر په پرتله څو برابره پیاوړي شوي او په خبره یې، دوی سره باید په احتیاط لوبه وشي.





