لغمان کې ولسي خلک شکایت کوي، چې په دې ولایت کې اړمنو ته د نړۍوالو مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو له لوري راغلې بشري مرستې بې وزله کورنیو ته نه رسېږي او ډېری مهال د مرستو زیاته برخه حیف و میل کېږي.
د لغمان خلک وایي، یادې مرستې اړمنو ته نه رسېږي او هغوی چې زر او زور ولري د مرستو بې درېغه بستې ورکول کېږي.
دوی زیاتوي، چې د بې وزلو په نوم د راغلیو مرستو وېش شفاف نه دی او تر ډېره د حقدارو کورنیو پر ځای پر خپلو پلویانو او هغوی چې له طالبانو سره خپلوي او د اړیکو تار ولري وېشل کېږي.
د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی میر سلام وایي، طالبان نه یوازې دا چې حقدارو کورنیو ته خپل حق نه ورکوي؛ بلکې په دې برخه کې د شکایت نه کولو خبرداری یې هم ورکړی.
میر سلام په اوسنیو بدو اقتصادي شرایطو کې د خپلې کورنۍ او نورو خلکو اقتصادي وضعیت اندېښمن کړی او له طالبانو د بشري مرستو په برخه کې د عادلانه چلند غوښتنه کوي.
نوموړي ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: (( هر کله چې د موسسو له خوا مرستې او مواد راځي غریبو ته نه رسېږي، که غریبو ته رسېږي هم د ګوتو په شمار کسانو ته ورکول کېږي، دغه مرستې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې طالبانو سره خپلوي او روابط ولري، مونږ ته خو مرسته نه راکوي حتی دا اخطار یې راکړی، چې چېرته به شکایت نه کوئ، طالبان باید عدالت وکړي، دغه مرستې د غریبو خلکو لپاره راغلې دي او باید حقدارو ته ورسېږي.))
لغمان مېشتي باور لري، که طالبان د بې وزلو په نوم راغلیو مرستو کې عادلانه چلند ونه کړي؛ د طالبانو او خلکو تر منځ به شته واټن او مخالفت لا زیات شي.
دوی دغه راز پر مرستندویه بنسټونو هم نیوکه کوي، چې د ولسي خلکو پر ځای یې هر څه د طالبانو په واک کې پریښي، چې له امله یې د حقدارو پر ځای د طالبانو پلویان او غړي لا پړڅېږي.
د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی ګل میران پر نړۍوالو مرستندویو موسسو او خیریه بنسټونو غږ کوي، چې د مرستو لپاره د سروې په برخه کې دې له دقت کار واخلي او د طالبانو پرځای دې له ولسي خلکو سره سلا مشورې وکړي.
دی زیاتوي: (( هر وخت چې مرستې راځي طالبان په هغو کلیو کې سروې کوي، چې خپل خپلوان او یا یې خپل جګړه ماران وي، دغه مرستې که چېرته سلو کې لس فیصده نورو خلکو ته ورسېږي؛ پاتې ټولې د طالبانو له خوا خپلو کې تقسیمېږي، موسسې او خیریه بنسټونه باید له خلکو سره په مشورې سروې وکړي؛ تر څو حق حقدار ته ورسېږي.))
٨ صبح ورځپاڼې هڅه وکړه، چې د خلکو د دغو نیوکو او ادعاوو په تړاو د لغمان لپاره د طالبانو د سیمه ییزو مسووولینو نظر هم ولري؛ خو هغوی په دې برخه کې له خبرو کولو ډډه وکړه.
وروسته له هغه چې طالبانو پر ښځو پر د لوړو زده کړو او بهرنیو مرستندویه موسسو او بنسټونو سره د ښځو پر کار بندیز ولګاوه؛ ګڼو بهرنیو مرستندویه موسسو د ښځینه کار کوونکو په ملاتړ خپلې مرستې ځنډولې دي، چې په هېواد کې د روان بد اقتصادي وضعیت رېښې یې لا اوږدې کړې.
د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی سید شاه له نړۍوالو غوښتنه کوي، چې د ولسي خلکو د اقتصادي وضعیت او ښې راتلوونکې لپاره دې پر طالبانو فشارونه راوړي او اړمنو افغانانو سره دې خپلې مرستې دوامدارې کړي.
سید شاه په همدې تړاو وویل: (( زمونږ اقتصاد سخت خراب شوی، خارجي مرستندويې موسسې باید افغانان هېر نه کړي، دوی باید خپلې مرستې لا ډېرې او دوامدارې کړي او د خلکو د ښې راتلونکې لپاره باید پر طالبانو فشار راوړي او طالبانو سره دې خپل روابط کم کړي.))
د پخواني جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د بېکارۍ، فقر او بې وزلۍ ګراف تر بل هر وخت په کمساري ډول لوړ شوی او خلک یوازې بشري مرستو ته سترګې په لار وي، چې د خلکو په وینا دا برخه هم حیف و میل کېږي او یوازې حساب یې پر عامو خلکو کېږي.
باور دا دی، که په هېواد کې د روان بد اقتصادي وضعیت د کنټرول، بېکارۍ او فقر مخنیوی او د بشري مرستو وېش شفاف نه شي؛ ښایي اوسنی اقتصادي کړکېچ او د غربت ګراف لا لوړ شي.
ولسي وګړي پر نړۍوالو غږ کوي، چې د افغانانو اقتصادي ستونزو حل لپاره دې بنسټیز ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې دې جدي هلې ځلې وکړي.