په افغانستان کې تر سیاسي تحولاتو وروسته د نړۍوالو مرستندویه سازمانونو له لوري په دغه هېواد کې د بشرې مرستو د ويش لړۍ ډېره چټکه شوې او دا مهال په بېلابېلو ولايتونو کې د اړمنو په نوم بشري مرستې وېشل کېږي.
که څه هم د پخوا په پرتله په اوسنيو وختونو د بشري مرستو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ خو خلک نيوکې کوي چې دغه مرستې مستحقو کسانو ته نه رسېږي او ډيرې دغه ډول مرستې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې شناخت او واسطه ولري.
د زابل ولايت اړمنې او بېوزله کورنۍ وايي چې د بشري مرستو د وېش په برخه کې طالبان او سيمهييز مرستهکوونکي ادارې سره يو شوي او يادې بشري مرستې په خپلو منځنو کې سره وېشي.
د زابل د مرکز کلات ښار يوه اوسيدونکي ګلاحمد ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې تېر ژمي کې له ډېرو کړاوونو سره مخ وو؛ خو ترننه ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.
هغه وايي چې له څه باندې يوې لسيزې راهیسې ورته هېڅ مرسته نه ده رسيدلې او په خبره يې، له تېرو درېیو کلونو په موده کې مرستو ته سخته اړتيا هم لري.
دی زیاتوي:«۱۳ کاله مې وشول چې له کومې موسسې مې یو کارټ هم نه دی ترلاسه کړی، دا ځل مو ژمی ډېر سخت او له کړاوونو ډک تېر کړ، باور وکړئ يو من وړو ته هم حیران یم په کور کې هېڅ هم نه لرم، هیله مې ده چې مرستهکوونکې ادارې مې غږ واوري او له مونږ سره مرسته وکړي.»
په ورته وخت کې د زابل يو بل اوسيدونکي نجيبالله هم د طالبانو او مرستهکوونکو سازمانونو له لوري د مرستو پر وېش سختي نيوکې وکړې او ویې ویل چې د خپلو سترګو لیدلی حال یې دی چې طالبانو او مرستهکوونکي سازمانونه د نړۍوالو له لوري افغانستان ته رالېږل شوې مرستې خپلو کې وېشي.
هغه وايي چې د نړۍوالو له لوري افغانستان ته رالېږل شوې مرستې ۴۰ سلنه هم عامو اړمنو افغانانو ته نه رسېږي او په خبره يې چې د دغه مرستو ډير کنټرول د پردې تر شا د طالبانو په لاس کې دی.
نوموړي وويل: «د مرستهکوونکو ادارو مرستې ټولې پر واسطو والا وېشل کېږي، هېڅ غریب سړي ته د یشري مرستې نه ورکول کېږي، هغه کسانو ته ورکول کېږي چې واسطه ولري، ټولې مرستې طالبان او موسسات په خپل منځ کې سره وېشي، موږ دا هرڅه په خپلو سترګو لیدلي دي، د اقتصاد رياست چې هره ډول موسساتو ته ووايي بس هغوی پر هماغې لارې ځي، د اقتصاد ریاست مشر خپله له فساده ډک دی، په هره مرسته کې د خپل کورنۍ يو غړی يې موسسې ته معرفي کړی وي.»
ورته مهال، يو شمير فعال ځوانان هم د مرستهکوونکو پر روانو فعاليتونو نيوکې کوي او وايي چې ډېر شمېر ادارو د طالبانو سره تعامل کړی او د مرستو وېش د نړۍوالې پالیسۍ له مخې نه درسره کېږي.
ټولنیز فعال سيداحمد احمدي ۸صبح ته وويل چې په بشري مرستو کې ډير برخه د طالبانو خپلوانو او يا هم په مستقيم ډول طالبانو ته رسېږپ.
هغه وايي چې ورځ تر بلې د موسسو په فعاليتونو کې فساد زیاتېږپ او اړمن کسان له ډېرو زياتو اقتصادي ستونزو سره لاس ګريوان دي.
نوموړی زیاتوي:«رښتیا هم دغه مرستې هغه کسانو ته ورکول کېږي چې په موسسو کې یې خپلوان وي، دغه مرستې باید هغو کسانو ته ورکړل شي چې اړمن او مستحق وي او په کور کې څه نه لري، موږ ته چې څومره معلومات شته د ادارو والا او طالبان په ګډه فساد کوي چې د دوی د فساد دغه زيان بیا غريبو او اړمنو کسانو ته رسېږپ.»
موږ هڅه وکړه چې د خلکو د دغو ادعاوو په هکله په زابل ولايت کې د طالبانو له ځايي مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو د خو بریالي نه شوو.
د زابل تر څنک وخت ناوخته د افغانستان له ګڼو نورو ولايتونو هم ۸صبح ورځپاڼې ته خلک شکايتونه کوي چې طالبان د مرستهکوونکو ادارو په فعاليتونو او د مرستو وېش کې لاسوهنه او فساد کوي.
په افغانستان کې داسې مهال د مرستو پر شفافيت نيوکې کېږي چې د تېر کال د کب پر ۲۵مه د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیون وګړي کافي خواړه نه لري او اړتيا ده چې ددغه کورنيو سره مرستهکوونکي بنسټونه مرستې وکړي.
که څه هم په تېرو وختونو کې د نړۍوالو بشرپاله سازمانونو له لوري په افغانستان کې مرستې ترسره شوي؛ خو داسې راپورونه شته چې د شته فساد له کبله دغه مرستې اړمنو او مستحقو کورنیو ته نه دي رسېدلي.