د طالبانو تر سیوري لاندې د رواني ناروغیو زیاتېدل

په نړۍ کې ترټولو عامه رواني ناروغي خپګان دی، چې د ګڼو لاملونو له امله رامنځته کیږي. د خپګان خپرېدل او ډېرېدل د هيلې د له لاسه ورکولو، د انګېزې د له لاسه ورکولو او بد فکرۍ لامل کیږي او خبره داسې حالت ته رسوي چې ځينې کسان په ځانوژنې لاس پورې کوي او ځیني نور د همداسې حالت په فضا کې ساه اخلي. نورې رواني ناروغۍ هم شته چې په همدې کچه یا تر دې زیاتې زیان اړوونکې دي. له اضطراب نیولې تر شیزوفرني او نورو پورې چې جنټيکې رېښې یا فیزیولوژيک لاملونه لري، خو د ټولنې د ناخوالو په پایله کې زیاتېږي.
افغانان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، له ګڼو رواني ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي او د میلیونونو خلکو رواني روغتیا له ژورو زیانونو سره مخ شوې ده. تر دې وړاندې هم د طالبانو په ځانمرګو عملیاتو، د سړک غاړې ماینونو، د دولتي کارکوونکو او بهرنیو بنسټونو د کارکوونکو په وژنو او د دې ډلې له لوري په نورو تاوتریخوالو سره د ټولنې ټولیزه روحیه سخت زیانمنه شوې وه او افغانستان له دې پلوه د نړۍ یو له ترټولو زیانمن شویو هېوادونو و.
په وروستیو میاشتو کې چې د طالبانو سخت دریځي نوره هم زیاته شوې ده، د ډیری خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی او د دې ډلې له اړوندو کسانو پرته، چې د هېواد ټولې اقتصادي او عایداتي سرچینې یې غصب کړي او په چټکۍ سره شتمن کیږي، پاتې خلک د مرګ او ژوند پر پوله دي. د دندې له لاسه ورکول او د ورځني ژوند له ستونزو سره مبارزه په هره ټولنه کې د خپګان او نورو رواني ناروغیو د خپریدو یو عام لامل دی او افغانستان اوس په دې برخه کې ریکارډ جوړ کړی دی.
بل لامل چې د خلکو فکري اضطراب څو برابره کوي، ټولنیزه نابرابري او د ژبني، قومي، سیمه ییزو، مذهبي اوقومي تبعیضونو خپریدل دي، ځکه چې دا تبعیض د دولتي ادارو د خدمت په څرنګوالي، د شکمنو کسانو په نیولو، د مامورینو په ګوښه کولو او د ژوند په نورو برخو کې خپله تاوتریخجنه او ناوړه څېره ښيي. د هېوادوالو ترمنځ نابرابري په هر ځای کې چې وي، د اضطراب او ټولنیزو ناکراریو سرچینه ده او یوه پایله یې د رواني اختلالاتو او رواني ناروغیو زیاتوالی دی.
د ایډیالوژیکي بهیرونو واکمنۍ چې نړۍ ته د خپلو توهماتو له عینکو ګوري، په هر هیواد کې د وګړو ژوند تریخ کړی دی. دا ډول بهیرونه د ژوند د واقعیتونو د کتلو وړتیا نه لري او هغه دوزخ چې هغوی یې د خلکو لپاره جوړوي، جنت ګڼي. هغوی د دې درک نه لري چې وګوري، د ټولنې ملیونونه خلک له هغه هیواده تښتي او دایمي کډوالي کوي. هغوی دومره شعور نه لري چې ولې ترکيې، جرمني او نورو ازادو هېوادونو ته دا لېوالتيا شته چې که د طالبانو د غړو په ګډون د افغانستان هر وګړی ته امکان برابرشي، نو هلته به ترې وتښتي، لکه څنګه چې د هغوی مشران خپل اولادونه قطر او دوبۍ ته لېږي. ایډیالوژیک طلسم د انسان د شعور او هوښیارۍ سیسټم داسې له منځه وړي چې عاملان یې هم د دغه وضعیت له زیانونو خوندي نه پاتې کیږي. له یوې خوا هغوی په ازادو هیوادونو کې د ژوند کولو شوق لري او له بلې خوا غواړي چې دا هیوادونه د هغه هیواد په څیر وښيي چې دوی ترې تښتیدلي او یا ترې تښتي. افغانستان اوس د همدغو طلسم ځپلو ډلو په منګولو کې دی. که حالات عادي وای، د دې ډلې ډير مشران به روغتونونو ته لېږدول شوي وای، نه وزارتونو او دولتي ادارو ته.