۸صبح، کابل: کابل کې د القاعدې شبکې د مشر له وژل کېدو څو میاشتې وروسته ډیليبیسټ راپور ورکړی، چې ټاکل شوې القاعدې د دغې شبکې د مشر وژل کېدل جعلي اعلان کړي.
ډیليبیسټ د سرچینو له قوله شنبه د مرغومي پر ۱۷ راپور ورکړی، چې ټاکلې القاعده د دغې شبکې د مشر د مړینې لامل ناروغي اعلان کړي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې طالبانو له القاعدې غوښتي، چې د دغې شبکې د مشر مړینه رد یا تایید نه کړي.
سرچینو رسنیو ته ویلي، چې پر ایمنالظواهري د امریکا برید دا څرګنده کړې، چې طالبان د خوندي خدماتو د وړاندې کولو وړتیا نه لري او د لاسته راغلو اسنادو له مخې سيایاې ان د ایمنالظواهري په کوټه او بستره کې جاسوسي دستګاوې او کشفي کمرې لګولې وې.
سرچینو ډیليبیسټ ته ویلي: «الظواهري او اسامه د شهادت هیله لرله او دواړه خپلو هیلو ته ورسېدل؛ خو القاعده یې پټوي ترڅو کابل کې د دغې شبکې د مشر د حضور له ناوړه پایلو طالبان وژغوري.»
د ایمنالظواهري له مړینې وروسته د هغه د ځای نیولو لپاره د القاعدې د پخوانۍ څېرې سیفالعادل، ایران کې د مېشتې ترهګریزې ډلې د نامتو پانګوونکي یاسینالسوري او د ایمنالظواهري د زوم عبدالرحمن المغربي ترمنځ سیالي روانه ده.
د ویلو ده، چې تېره میاشت هم القاعدې ایمنالظواهري ته د منصوب غږیز پیغام په خپرولو هڅه وکړه، چې کابل کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې د برید له امله د هغه وژل کېدل ناسم ثابت کړي.