د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په ترکیه د اورلګېدنې د مړو شمېر ۷۶ کسانو ته رسېدلی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
رویټرز چهارشنبه د جنورۍ پر ۲۲مه راپور ورکړی چې دا اورلکېدنه تېره ورځ د ترکیې د بولوي غرونو په ګرانډ کارټال هوټل کې رامنځته شوې وه.
د راپور له مخې، اور د بهرنيو سېلانیانو د اوسېدو په ځای کې لګېدلی او یو شمېر کسانو د هوټل له پورتنیو پوړونو څخه ځانونه غورځولي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چهارشنبه د ملي ماتم ورځ اعلان کړې ده.
راپورونه وايي چې په هوټل کې ۲۳۸ مېلمانه اوسېدل.
ورته مهال، د ترکیې د اوروژنې مسوولانو د دغې اورلګېدنې د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.





